شاته

د کابل پر مظاهرې چاودنې شاوخوا ۲۹تنه وژل شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خپرونو رئیس محمد اسمعیل کاووسي، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، د روشنایي غورځنګ د لاریون په منځ کې په نننۍ چاودنه کې ۲۹ تنه وژل شوي او تر ۱۶۰ ټپيان په کابل کې روغتونونو ته وروړل شوي.

د استقلال په روغتون کې ډاکټران وایي، د پیښې له ځایه له اتیاو زیات ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

ډاکټرانو دځینو ټپیانو روغتیایي حالت اندیښنې وړبللی او اندیښنه یې ښودلې چې کیدای شي د پیښې د مړو شمیر کې زیاتوالی راشي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ، د کابل ښار په بریکوټ سیمه کې د روشنايي غورځنګ په لاریون‌ کې دننه چاودنه تائید کړې او ویلي دي چې د پیښې په قربانیانو کې افغان امنیتي ځواکونو منسوبین هم شامل دي.

د ارګ څخه په دغه خپور شوي بیان کې جمهوررئیس محمد اشرف غني د پیښې د قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ویلي دي، چې تروریستانو او فرصت غوښتونکو عناصرو د روشنایي غورځنګ لاریون ته ننوتلي وواو یو شمیر چاودنې یې ترسره کړي دي چې د یو شمیر لاریون کوونکو د مرګ ژوبلې سربیره یې افغان امنیتي ځواکونو یو شمیرمنسوبینو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهوررئیس غني ټولو دولتي چارواکو ته د پیښې ټپیانو په درملنه کې د مرستې د امکاناتو د برابرولو امر کړی دی.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په یو بیان کې دا پیښه په سختو ټکو غندلې او د خلکو یې د دغسې پیښو پر وړاندې د متحد پاتې کیدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو په دغه برید کې د خپلې ډلې لاس لرل رد کړي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر په پاڼه لیکلي" دا مجاهدینو پورې اړه نه لري، دا د اولس د جنګولو شومه دسیسه ده" .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د کابل ښار په بریکوټ سیمه کې د روشنايي غورځنګ په لاریون‌ کې دننه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه نیمې بجې چاودنه تائید کړې خو په پیښه کې د رامنځ ته شوي سر د زیان په اړه یې څه نه دي ویلي.

د پیښې عیني شاهدان وایي، دوی په سیمه کې د احتجاج لپاره د خیمو په درولو بوخت وو، چې د چاودنې غږ پورته شو او ورسره د احتجاج په ځای کې ګډوډې رامنځ ته شوه.

د دغه غورځنګ یو غړي عتیق جعفري امریکا غږ ته وویل، چې د دې چاودنې زیات قربانیان د کابل ښار په جنوبي برخه کې د استقلال روغتون ته رسول شوي دي.

د استقلال په روغتون کې یو ډاکټر د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د اتیاوو زیات ټپیان د پیښې له ځایه دغه روغتون ته وروړل شوي چې د ټپیانو له ډلې څلور ټپیانو چې دوه یې ښځې دي په دغه روغتون کې ساه ورکړې ده.

نن سهار د روشنايي غورځنګ په نوم د یو شمیر سیاسي او مدني ټولنې د غړو ګډ ائتلاف، په سلګونو پلویانو له ترکمنستان څخه د بامیان له لارې د وارداتي بریښنا د ۵۰۰ کیلو ولټه مزي د لارې د بدلولو په غبرګونو کې لاریون پیل کړ.

لاریون کوونکو د عدالت،‌ سره یو غږ شۍ چې ازاد شۍ، ټوټاپ زمونږ حق دی، مرګ په تبعیض او ژوندۍ دې وي روشنايي شعارونو په ورکولو سره د کابل ښار مرکز په لوري حرکت وکړ چې د بریکوټ په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا د لاریون کوونکو پرمخ د لارې د تړلو وروسته په همدغه ځای کې پاتې شول.

په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوي عکسونه هم ښيي، چې د چاودنې له امله ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې له دې مخکې د کابل د ګارنیزون پولیسو د ورته چاودنې د رامنځ ته کیدو خبرداری ورکړی وو.