شاته

وزیراعظم عمران خان وایي ګراني یې له سترګو نه د شپې خوب الوزولی دی

وزیراعظم عمران خان په هیواد کې روانه ګرانې یوځل بیا د ټولې نړې ستونځه ګرځولې او ویلې په ګرانې خبر دې او د دې له سببه د شپې خوب نه ورځي.

وزیر اعظم عمران خان د ټلیفون د لارې د خلکو د پوښتنو په جواب کې د هېواد په اقتصاد او سیاست خبرې وکړې. دوی پخواني حکومتونه د ګرانۍ ذمه واره وګرځول او ویې ویل چې د هغه د حکومت په راتلو سره، هېواد د قرضو، کرونا، د روپۍ قدر کې کمي او افغانستان کې د حالاتو په شمول، د څلورو بحرانونو سره مخامخ و.

عمران خان پخپلو خبرو کې وویل چې د ګرانۍ ورته احساس شته او د دې د سببه د شپې خوب هم نه ورځي خو "د بده مرغه مطبوعات د مخالفو گوندونو سره په گډه په هېواد کې په دې اړه مایوسي خوروي."

وزیراعظم عمران خان په دې مهال یو ځل بیا د مخالفو ګوندونو سره د جوړجاړي نه کولو ژمنې تکرار کړې او ویې ویل چې د مخالفو ګوندونو مشران حکومت بلېک مېل کول غواړي چې ورته اېن آر او ورکړل شي.

د عمران خان وینا وه چې د ټېکس له درکه راغونډېدونکې نیمې پېسې د پخواني حکومتونو له اړخه اخیستل شوو قرضو کې کې ورکول کیږي.

وزیراعظم همدا راز زیاته کړه چې په هېواد کې جمهوریت ته وده ورکولو دپاره د ټولو سره خبرو ته تیار دی، خو شهباز شریف د قام مجرم ګڼي او کله به هم ورسره روغه جوړه ونه کړي.

عمران خان په دې مهال وویل چې د هېواد اقتصاد وده کړې، او د دې ثبوت د نړېوال بنک هغه رپوټ دی چې د پاکستان د اقتصاد وده یې پنځه اعشاریه درې اوه (۵،۳۷) فیصده ښودلې ده.

د دوی ترمخه، بلومبرګ پېشګویي کړې چې پاکستان سم اړخ ته روان دی. وزیراعظم عمران خان دا دعوه هم وکړه چې د تحریک انصاف حکومت به خپله موده پوره کوي او راتلونکو انتخاباتو کې به هم بریالي کیږي.

بل پلو ته مخالفو ګوندونو د وزیراعظم عمران خان په وینا سختې نیوکې کړي او د مسلم لیګ ن ګوند مشرې، مریم نواز د ټویټ د لارې خپل عکس العمل کې ویلي چې عمران خان سازشي او د مکافات عمل ښکار دی او د څلورو کالو ناکامۍ وروسته، اوس د اولس په وړاندې د ګرانۍ ژړا کوي.

مریم نواز په یو ټویټ کې لیکلي: "عمران خان صاحب، اوس د ژړا واوېلا او ډرامې جوړولو هېڅ فایده نشته. سامانونه دې واخله او ځه. څومره چې دې واک اختیار کلک نیولي اوسي، ستا او د عوامو په مشکلاتو کې به د اضافې سبب وګرځي. تاسو عبرت ناکه ماته خوړلې ده."

د مسلم لیګ ن ګوند یو راهنما حسن اقبال وایي: "ّپاکستان په غلط اړخ روان دی، مگر عمران نیازي او د هغه د پنځوسو نه زیات وزیران داسې ګڼي چې پاکستان په سم اړخ روان دی. دوی شاید په مریخ او یا سپوږمۍ اوسي چې د قام د ستونزو نه ندي خبر."

د وزیراعظم د تازه وینا په اړه، په سوشل مېډیا باندې هم تود بحث روان دی. د وزیراعظم مرستیالان، د قام سره د دوی په ژوندۍ بڼه خبرې، د اولس ستونزې لېرې کولو هڅې ګرځوي او وایي چې په ګرانۍ او وړاندې ستونزو قابو مېندلو دپاره په کار دی چې عمران خان ته نور وخت هم ورکړی شي.

خو بل طرف ته یوه صارفه، روشنا قریشي وایي، "د اولس د فون جوابونه یوازې یوه ډرامه ښکاري." هغه زیاتوي، څو ځله یې پخپله کوشش کړی خو ټلیفون ورته ندی مېلاو شوی او خبره نده چې دغه ټلیفونونه عمران خان ته د کومه ځایه کېدل.

عبدالرحمن قمر وایي، عمران خان اولس د جعلي فون کالز له طریقه بې وقوفه جوړ کړی دی. یو بل صارف، سلیم جاوېد وایي چې عمران خان د هرڅه ذمه واري په بل چا اچوي، د روپۍ د قدر په کچه کې د کمي ذمه واره هم دوی طالبان ګرځوي.