شاته

ناروې کې د طالبانو ملاقاتونه او په ضد یې د افغانانو مظاهرې

واشنگټن - د طالبانو یو پلاوی چې مشري یې د طالبانو د خارجه وزیر امیر خان متقي په غاړه ده، د اتوار/یکشنبې په ورځ د ناروې په سرښار اوسلو کې، د افغانستان د ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو او د بشري حقونو د کارکنانو سره ولیدل. دا خبرې د اوسلو ښار په یو هوټل کې د بندو دروازو ترشا په داسې وخت کې شروع شوي چې افغانستان د یو ناوړه بشري بحران سره مخامخ دی. طالبان به د ګل او نهې په ورځو هم ناروې کې د مغربي ملکونو له چارواکو سره ناستې ولري.

طالبانو د اتوار/یکشنبې ورځې د خپل حکومت او د یو شمېر افغان فعالانو ترمنځ ناروې کې د ناستې یو مشترک بیان خپور کړی چې په کې ویل شوي، "د مجلس ګډونوالو د یوه بل نظریات په پراخه سینه او حوصله واورېدل، د هیواد په موجوده حالاتو یې نظرونه تبادله کړل." په دې بیان کې د کوم ځانګړي پرمختګ خبره نده شوې، خو "په تفاهم او ګډه همکاري" باندې ټینګار شوی دی.

د دې خبرو نه وړاندې د طالبانو د خارجه وزیر امیرخان متقي یو غږیز پیغام د طالب چارواکو له اړخه په ټویټر خپور شو چې هغه کې متقي امید څرګندوي دا سفر یې ښه لاس ته راوړنې ولري. هغه په دې پیغام کې دا امید هم ښکاره کړی چې ناروې به، د هغه په قول، یورپ سره د مثبتو تعلقاتو یوه پېلامه شي.

د ناروې خارجه وزارت هم یو بیان کې ویلي: "ناروې د طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي چې په افغانستان کې بشري حقونه، په معاشره کې د ښځو شرکت، او د افغانانو په ګټه د بشري او اقتصادي کوششونو پیاوړي کول پرځای کړي."

سرښار اوسلو ته نږدې یو هوټل چې هلته د طالبانو سره د مغربي ملکونو د چارواکو او افغان فعالانو خبرې روانې دي
سرښار اوسلو ته نږدې یو هوټل چې هلته د طالبانو سره د مغربي ملکونو د چارواکو او افغان فعالانو خبرې روانې دي

د امریکا خارجه وزارت هم یو بیان جاري کړی او په هغه کې ویل شوي چې د امریکا د خاص استازي ټام وېسټ په مشرۍ امریکایي پلاوی به په اوسلو کې د طالبانو سره خبرو کې، "د یو نمائنده سیاسي نظام په جوړېدو، فوري بشري او اقتصادي بحراناتو سره مقابله کولو، امنیتي چارو او د ترهګرۍ ضد فکرمندیو، او په بشري حقونو په خاص ډول د جینکو او ښځو په تعلیم باندې" بحثونه وکړي.

د ناروې خارجه وزیرې انیکېن هوتفېلټ د جمعې په ورځ ټینګار وکړ چې ناروې ته د طالبانو سفر، د هغو د حکومت د تسلیمولو او یا قانوني ګڼلو په معنا ندی، بلکې "په کار ده د هغو سره چې نن یې افغانستان کې حکومت کول په اختیار کې دي، خبرې وکړو."

پس له هغه چې اګسټ میاشت کې طالبانو په کابل قبضه ولګوله، دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو پلاوی به د ناروی، امریکا، فرانس، برتانیې، جرمني، اېټلي او اروپايي اتحاد د غړو سره وویني.

د خالي/شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اې اېف پي خبري ادارې ته ویلي دوی تمه لري چې دغه خبرې اترې به "د جنګ ماحول د سولې حال ته بدل کړي".

ناروې کې احتجاجونه

ناروې ته د طالبانو د رسېدو او د خبرو اترو د پیل سره جوخت، یو شمېر احتجاج کوونکو چې د اېسوشیټډ پرس د راپور تر مخې، شمېر یې شاوخوا دوه سوه (۲۰۰) کسانو ته رسېده او اکثره په ناروې کې مېشت افغانان و، د اتوار/یکشنبې په ورځ اوسلو کې مظاهره وکړه.

دغو مظاهره کوونکو د طالبانو خلاف شعارونه ورکول، او ویل یې چې طالبان د پخوا په شان بې رحمه دي او په کار ده چې ورسره ملاقاتونه ونشي.

اوسلو کې د طالبانو خلاف مظاهرې
اوسلو کې د طالبانو خلاف مظاهرې

بل پلو د افغانستان د پېټرولیمو او کانونو (درنگونو) چارو پخوانۍ وزیره نرګس نهان چې دا مهال په ناروې کې ژوند کوي، د طالبانو سره د لیدو کتو بلنه رد کړې.

ای اېف پي خبري ادارې سره د خبرو په وخت مېرمن نرګس ویلي، د اوسلو خبرې به طالبان نور هم عادي کړي، دوی به مظبوط شي او حقیقت کې داسې کوم امکان نشته چې دوی بدل شي. مېرمن نرګس نهان ویلي: "که مونږ وګورو چې په تیرو دریو کلونو کې په شوو خبرو اترو کې څه شوي. طالبان د نړیوالې ټولنې او افغانانو نه خپلې غوښتنې ترلاسه کړي، خو دوی د خپلې خوا نه کوم یو کار هم نه دی کړی."

مېرمن نرګس د طالبانو په بند کې د مېرمنو فعالانو او خبریالانو ته په اشاره پوښتنه کړې. دا ځلې کوم ضمانت دی چې دوي به خپلې ژمنې پوره کړي؟

نرګس نهان، د پخواني حکومت د پټرولیمو او کانونو (درنګونو) وزیره
نرګس نهان، د پخواني حکومت د پټرولیمو او کانونو (درنګونو) وزیره

اخوا په افغانستان کې هم یو شمېر مېرمنو بیا د افغانستان د پخونیو سیاستمدارو او نورو میرمنو لخوا د وسله والو طالبانو سره د لیدو کتو په ګام سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دغه مېرمنې دافغانستان د ښځو نماېندګي نه کوي.

د افغانستان د یو څیړنیزې ادارې افغان انسټيټیوټ فار سټرېټېجک سټډیز مشر داوود مرادیان چې دا مهال د افغانستان نه بهر دی، د ناروی لخوا دسولې په دغه پروسې هم نیوکې کړي. نوموړي ویلي، "د وسله والو طالبانو د مشرانو دغه غونډه رابلل د ناروی په نړیوال انځور باندې شکونه راپورته کوي. یو داسې هیواد چې د ښځو حقونو پاملرنه کوي او طالبان په ښکار د جنس په اساس د مېرمنو سره بد چلند کوي."
ناروی د دې وړاندې هم د نړۍ په یو شمیر. هیوادونو کې د روانو لانجو د حل کولو یو زوړ ریکارډ لري. په دغو کې د منځني ختیځ او سري لنکا د سولې خبرې اترې شاملې دي.

د افغانستان اقتصادي او بشري بحران

د اګست په میاشت کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په افغانستان کې بشري حالت ډیر خراب شوی. د افغانستان د بودېجې یا بجټ ۸۰ برخه چې د نړیوالو مرستو نه پوره کیږي ودریدلي او امریکا د افغانستان په مرکزي بنک کې د افغانستان ۹.۵ بېلینه ډالره اثاثې تړلي دي. په افغانستان کې بې روزګاري اسمان ته ختلې او سرکاري نوکرانو ته د تیرو څو میاشتو تنخاګانې نه دي ورکړی شوي په داسې حال چې افغانستان د وړاندې نه د وچکالۍ سره هم مخ دی.‌

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې دا مهال ۲۳ میلینه افغانان د لوږې د خطر سره مخ دي چې د ټولو ابادۍ ۵۵ سلنه جوړیږي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د وړاندې نه ۴.۴ بیلنه امداد خواست کړی دی.

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو سکټري جنرل انتونیو ګوټېرېش یو وارې بیا دغه خبره تکرار کړی او په امداد ورکوونکو هیوادونو یې غږ کړی "دا به یوه لویه غلطي یا خطا وي چې د افغانستان اولس ته په ګډه دا سزا وکړل شي ځکه چې به افغانستان کې واکدارن زمونږ خبره نه مني."

د طالبانو په راتګ سره، افغانستان کې اقتصادي بحران مخې ته راغلی او ډېر خلک بې روزګاره شوي دي
د طالبانو په راتګ سره، افغانستان کې اقتصادي بحران مخې ته راغلی او ډېر خلک بې روزګاره شوي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو یو پخواني استازي کای اېيډي اې اېف پي خبري ادارې ته ویلي "مونږ نه شو کولی د طالبانو په وړاندې مرستو ته دوام ورکړو. که تاسو غواړئ چې سم کار وکړئ تاسو په یوه لار یا په بله حکومت د ځان سره شامل کړئ."

نړیواله ټولنه بیا په دې تمه ناست دي چې دغه سختدریځه اسلامپالي څنګه په افغانستان حکومت کوي. چا چې د کال ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ پورې په خپله لومړۍ دوره کې په لویه کچه بشري حقونه د پښو لاندې کړي وو. که څه هم طالبانو بیا دعوه کوي چې دوی کې ډیر بدلون راغلی. خو لا هم ښځو ته د کار اجازه او جینکو ته زده کړو اجازت نه دی ورکړل شوی او د جینکو سکولونه تړلي پراته دي.