شاته

پوځ وایي جنوبي وزیرستان کې یې په لویه کچه وسلې اؤ مهمات ترلاسه کړي

دپاکستان پوځ وایي دافغانستان پولې سره نزدې دخیبر پښتونخوا قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې یې دترهګرو په ضد دعملیاتو په مهال په لویه کچه وسلې اؤ چاودیدونکي مواد ترلاسه کړي دي.

داتوار په ورځ د پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي چې پوځ ته دا وسلې دجنوبي وزیرستان په سروکئ سیمه کې هغه مهال په لاس ورغلي چې سیمه کې دترهګرو دموجودیت په اطلاع عملیات کول.

پوځ وایي په دې وسلو کې مشین ګنونه،ارپي جي،لاسي بمونه اؤ ګوله بارود شامل دي .

تر دې وړاندې چې کله پوځ په کال ۲۰۱۴م کې په سیمه کې دترهګرو په ضد دضرب عضب په نوم عملیات کړي وؤ نو دعوه یې کړې وه چې دغه سیمه کې د ترهګرو نه پاکه کړې ده.

ددغو عملیاتو په مهال پوځ دعامو کورونو څخه هم وسلې ټولې کړې وې خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا په جنوبي اؤ شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو اؤ هدفي وژنو لړۍ چټک شوې ده.

په امنیتي ځواکونو د کیدونکو زیاتره بریدونو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخلي چا سره چې تیرکال دنومبر په میاشت کې حکومت دیوې میاشتې ډزبندي کړې وه خو وروسته پاکستاني طالبانو حکومت سره ددې ډزبندۍ دختمولو اعلان کړی ‌ؤ.

د روانې میاشتې دجنورۍ په پينځمه د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار هم د ټي ټي پي سره د ډز بندۍ ختمول تاييد کړي او ویلي یې وؤ، د ټي ټي پي پرضد جګړه روانه ده

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ شید اوړمه ورځ خبریالانو ته ویلي وؤ طالبانو چې د ډزبندۍ لپاره حکومت ته کوم شرطونه ایښودي وؤ هغه ډیر سخت وؤ ځکه دغه ډزبندي نوره ونه غځول شوه.

هغه ویلي وؤ که ټي ټي پي وسلې غورځوي اؤ‌ دپاکستان ایین اؤ قانون منلو ته غاړه ږدي نو دروازې ورته پرانستي دي اؤ که جګړه غواړي نو په ضد به یې جنګ کولی شي.