BBC
 شاته

په بلخ کې چارواکي د تعویذګرو مخه نیسي

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې سخي صیب ته د منسوبې روضې شاوخوا به 20 ملایان ناست وو. مخ ته به ېې څو کتابونه پراته وو، رنګه قلمونه به ورسره وو او د خلکو فالونه به یې کتل او تعویذونه به یې ورکول، خو له څو ورځو راهیسې د بلخ ولایت د حج او اوقافو ریاست د دوی د کار مخه نیولي ده.