شاته

د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر وايي،د ټي ټي پي په مقابله کې داعش خراسان غټه خطره ده

د خېبرپښتونخوا صوبې د پوليسو مشر ويلي، په راتلونکې کې د صوبې د امنیت دپاره د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان (ټي ټي پي) په پرتله داعش خراسان غټه خطره ده.

د صوبې د پوليسو مشر (ايي جي پي) معظم جاه د داعش خراسان د خطرې خبره د ډان ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې ده. هغه ويلي په نزدې راتلونکې کې په صوبه کې داعش خراسان د لاقانانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان په پرتله امنیت ته غټه خطره ده.

د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر دغه خطره په داسې حال کې څرګنده کړې چې په وروستیو کې داعش ډلې د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې په امنیتي سرتيرو، لږکيو او پوليو په ټيم د بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

د تير دسمبر په وروستيو کې د پېښور سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې وه چې د داعش درې ترهګر يې وژلي دي.

په پېښور کې خبريال مشتاق يوسفزی وايي، پوليس چې د داعش د خطر ویلي، دغه ځکه خطره ګڼل کيږي چې ويل کيږي د داعش مشران د دې سيمې نه بهر ناست دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، وړاندې به داسې وه چې دلته که کومې وسله والې ډلې وې يا يې مشران وو هغه به په پاکستان کې يا په افغانستان کې وو نو د هغو مالومات به دوی (د پاکستان ادارو) ترلاسه کولی شو، خو اوس داسې ويل کیږي چې د داعش مشران د دې سيمې نه بهر دي. ځکه يې دوی غټه خطره ګڼي.

پوليس مشر په وروستیو کې په پېښور کې د داعش د ترهګرو د وژنې په اړه ويلي، دا ترهګر په وړو وړو ډلو کې وي يا دوی وړې وړې ډلې جوړې کړې وي او که يوه ډله ختمه کړی شي نو د هغې دا مطلب نه دی چې د بلې ډلې د موجودګۍ امکان ورسره ختميږي.

خبريال او څيړونکی طاهر خان وايي، د پوليسو مشر چې کوم خبر ورکړی هغه به د خپلو مالوماتو په اساس دغه دعوه کړې وي، خو نوموړی وايي هغه د دغه بيان سره اتفاق نه کوي او زياتوي ځکه چې په وروستو کې چې څومره پېښې شوي دي، په هغو کې د زياترو زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، هغه نه دی پوهه چې د پوليس مشر داعش د ټي ټي پي نه غټه خطره ولې ګرځولې ده.

طاهر خان زياته کړه د هغه په نظر داعش په افغانستان کې هم کمزورې ښکاري، که څه هم داعش په وروستیو کې د ځينو بريدونو زمه وارۍ منلي دي او دلته به شتون هم لري، خو هغه بيا هم نه ګڼي چې دلته داعش د ټي ټي پي نه غټه خطره ده.

داعش په خېبرپښتونخوا کې تير کال د نومبر په میاشت کې په باجوړ کې د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علما اسلام ف ګوند غړی او په پېښور کې يې د يو تاڼه دار د وژلو دعوه کړې وه.

له دغې وړاندې په پېښور کې د يو سيک او په کوهاټ کې د پوليو د ټيم د ساتونکي پوليس د وژلو زمه واري هم داعش منلې وه.

په پاکستان کې داعش د بريدونو زياتې زمه وارۍ وروسته له هغې منلي چې د تير کال اګست په میاشت کې طالبانو افغانستان په واک کې اخستی وو.

د طالبانو په کابل کې په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد احمد ويلي وو، ټي ټي پي او داعش د پاکستان سره په پوله د افغانستان د ننګرهار په غرييزه سيمو کې شتون لري.

خو له دې وړاندې پاکستان تل دا دعوه کړې چې په پاکستان کې داعش په منظمه توګه شتون نه لري.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​