شاته

پاکستان،افغانستان ته په پاکستاني کالدارو کې دیو شمیرشیانو د صادراتو اجازه ورکړه

پاکستان،افغانستان ته ديو شمير خوراکي او غير خوراکي توکو په پاکستانى کالدارو کې د صادراتو يا برامداتو کولو اجازه ورکړې ده٠

د زيارت ، پنجشنبې په ورځ د خزانې دوفاقي وزير شوکت ترين په مشرى کې شوې د اقتصادي رابطه کميټۍ غونډه کې په چينو يا بورا، وريژو، مهيانو، غوښې، سبزيانو ، ميوؤ، مالګې اوچو ميوؤ او سيمټو په پاکستاني روپو کې د برامد کولو اجازت ورکړل شوی دی.

اى سى سى د افغانستان نه د چلغوزو په درامد کولو ٤٥فيصدي ريګوليټري محصول د ختمولو هم فيصله کړې ده٠

ځایي سوداګر وایي چى افغانستان سره په تجارت کې دوئ ته راوړاندې لويه ستونزه د پىسو ادائیګي یا ورکړه ده او د پاکستان مرکزي بنک لخوا هغه شرط دى چى افغانستان او د مرکزي اسيایي هيوادونو سره به اوس تجارت په نغدو پىسو کې نه بلکې د بنک دلارې په ډالرو کې کيږي٠

وي او ای ډيوه سره خبرو کې د سرحد چيمبرز اف کامرس اينډ انډسټريز پخوانی صدر زاهد شنوارى وایي "دې ګام سره زمونږ په تجارت څه لږ ډير فرق خو به پريوځي خو دې کې زيات ښه والی نه شي راتلی"

هغه وایي "افغانستان سره تجا رت کې لويه مسله د پيسو ادائیګۍ دي، افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته بنکى نظام په ټپو ولاړ دی او اوس د پاکستان مرکزي بګ سختي شروع کړې ده او برامداتو لپاره د بنک نه فارم اى نه ترلاسه کیږي"

ده وويل د بنک لخوا په ډالرو کې دبرامداتو دشرط له امله په نغدو باندې اوس تجارت نه کيږي،٠

د زاهد شینواري په وینا "په افغانستان کې بنکونه بند دي، نه د پاکستان نه ټي ټي کيږي، زیاتره افغان تاجران بهرنیو هيوادونو ته تللي دي او که يو پاکستانی تاجر افغان تاجرانو ته پيسې ليږي نو هغه په امريکا کې ونښلي"

نوموړي زياته کړه تر کومې چې د پيسو لين دين سم شوی نه وي تر هغې افغانستان سره تجارت زياتيدلی نه شي.

زاهد شنواري وويل پاکستاني سوداګر اوس د افغانستان نه کوله یا سکاره، پومبه او سنګ مر مر نه شي راوړلی او في الحال د امروزه خوراکي شيانو تجارت کیږي٠

نوموړي وويل تر کومې چى د طالبانو حکومت په نړيواله کچه تسليم کړی شوی نه وي تر هغې افغانستان سره تجا رت نه شي زياتيدلی .

د پاک افغان ګډې تجارتي خونې صدر خان جان الکوزى دا يو ښه ګام بولى خو وایي چې د طالبانو حکومت به اوس دې ته څه ځواب وایي ولې چى افغانستان کې دا تشويش هم ليدل کيږي چې ټول تجارت پاکستاني روپو ته وانه وړي.

ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي وويل د افغانستان جائنټ چيمبر دې د پاره داسى تدبير جوړ کړی چى مونږ په جنس کې د پاکستان سره تجارت وکړو او کوم افغان سوداګر چې خپل مالونه پاکستان کې خرڅ کړي هم په هغه پيسو دلته نه مالونه رااوچت کړي يعنې ' بارتر ټريډ ' وشي.

الکوزي زياته کړه د تير کال راهيسې د افغانستان کاروبار او تجارت ستونزو سره مخ دی ، بنکونه بند دي، ډالر نيشته او دې هر څه زمونږ تجارت سخت اغيزمن کړی دی.

په کال ٢٠١٢ کې د پاکستان افغانستان سره تجارت دوه اعشاريه اووه بلينه ډالره ته رسيدلی ؤ او هیله کيدله چى دا به راتلوکى وخت کې پپنځه بلينه ډالرو ته ورسي.

خو وروستو د پاکستان حکومت لخوا د سختو تجارتى پاليسيو او په پولو د يو شمير خنډانو له امله دا په کال ٢٠١٥ کې يو اعشاريه پينځه بلينه ډالره ته راکم شو او ورو ورو تير کال ٨٨٠ملينه ډالره ته راغورځېدلی دی.