شاته

دپاکستان حکومت هیواد کې په چټکتیا سره دکرونا په خوریدو اندېښنې ښودلي

پاکستان کې په کرونا دڅار دولتي دارې این سي او سي یا نیشنل کمانډ اینډ اپریشن سنټر هیواد کې یو ځل بیا د کرونا مخ په زیاتیدونکو شمیرو اندیښنه ښودلې ده.

یاد مرکز وایي یو نیم کال وړاندې په دیارلسم جون ۲۰۲۰م کې ۶۸۲۵ د کرونا مریضان مخې ته راغلي وؤ خو تیره ورځ دا شمیرې ۷۶۷۸ ته جګې شوې.

این سي او سي د هیواد ټولو هاغو سیمو کې د یوې هفتې د پاره د سکولونو د تړلو اعلان هم کړی دی چې پکې د کرونا د رنځورانو شمیرې زیاتې دي.

دا په داسې مهال ده چې د نړۍ د یوشمیر هیوادونو تر څنګ پاکستان کې هم د کرونا د پنځمې څپې لړۍ روانه ده چې ورته د اومي کرون نوم ورکړل شوی دی.

د کرونا ددغه نوي قسم په هکله طبي متخصیص ډاکټر محمد اصغر وایس اف امریکا ډیوه ته وایي اومي کرون ډیر زر د خوریدو صلاحیت لري.

"کومه کرونا چې مخکې وه. هغه هم خطرناکه او وژنکې وه خو هغه به دومره تیزۍ سره نه خوریده. خو د اومي کرون خاصیت دادی چې دا ډیره تیزۍ سره خوریږي. یعني په دویمه ورځ ددې شمیرې یو په دوه کیږي. نو ځکه دې کې د زیات احتیاط ضرورت دی"

هغه وایي دې وایرس نه دځان ژغورلو لپاره د ماسک او سینیټایزر استعمال پکار دی. د ګڼې ګوڼې ځایونو ته پرته له ضرورته نه تګ نه دی پکار.

نوموړی وایي‌ اومي کرون کې ښه خبره داده چې شدت یې د کرونا د نورو قسمونو نه کم دی.

این سي او سي وایي په مجموعي توګه هیواد کې د کرونا مثبتې پیښې دولس اعشاریه درې نوي فیصدو ته جګې شوې دي. چې پکې کراچۍ کې ۴۵ فیصده ، مظفر آباد کې ۲۴ فیصده ، اسلام آباد کې ۱۹ فیصده ، لاهور کې ۱۸ فیصده ، پنډۍ کې ۱۷ فیصده او پیښور کې ۱۶ فیصده راپور شوې دي.

بل پلو ته د خیبر پښتونخوا د صحت د محکمې لخوا جاري شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دي. تیر شواروز کې پیښور کې تر ټولو زیاتې د کرونا پیښې مخې ته راغلې دي. چې ۳۰۵ دي. مردان ۴۷ پېښو سره په دویم نمبر او کوهاټ ۲۱ پیښو سره په دریم نمبر دی.

د لیډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم خان وایي زمونږ د هسپتال انتظامیه د کرونا مخ په زیاتیدونکو پیښو نه خبر ده. مونږ ټول انتظامات برابر کړي دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل"مونږ کرونا ټاسک فورس غونډه پرون کړې وه. دې کې مونږ سره ډاکټران او انتظامي افسران دي. مونږ په دې خبر یو چې پیښور کې د کرونا مریضان په زیاتیدو دي"

دنوموړي په وینا دا وخت دوئ سره روغتون کې ۱۵ د کرونا رنځوران داخل دي خو د اومي کرون مریض پکې نیشته.

"خو مونږ په دې غور وکړو چې که د کرونا رنځوران زیاتیږي نو مونږ به کوم ګامونه پورته کوو. نو تفصیلي پلان مو جوړ کړو ځکه چې پوهیږو د کرونا او اومي کرون زیات مریضان به زمونږ هسپتال ته راځي"

کارپوهان وایي د یو هیواد د ۷۰ فیصدو نه زیاته ابادي چې د کرونا په ضد ویکسین واخلي نو تر ډیره حده ددغې رنځ نه وژغورلی شي.

خو پاکستان کې دا وخت د حکومتي شمیرو تر مخې صرف دیرش فیصده آبادۍ په مکمله توګه ویکسین لګولي دي.

ډاکټران وایي د کومو تنانو چې د ویکسین لګیدو شپږ میاشتې پوره شوې دي. هغوي دې بوسټر یعني اضافي د ویکسینو خوراک واخلي او کومو چې ویکسین نه دي لګولي. هغوي دې زر تر زره سرکاري د صحت ادارې نه ویړیا ویکسین واخلي.