شاته

دانارکلۍ له چاودنې وروسته لاهور کې په بلوڅ زده کوونکو چاپې وهل شوي


د لاهور د بلوڅ زده کوونکو اتحاديې بلوڅ سټوډنټس کونسل لاهور د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې د بلوڅ زده کوونکو پر هاسټل د چاپې وهلو او د څلورو بلوڅ زده کوونکو پورته کول غندلي دي.

د اتحاديې له لوري پر ټويټرپاڼه د غني بلوڅ له اکاونټ په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د بلوڅ زده کوونکو د اغوا په بڼه نيول د غندلو وړ دي اؤ بايد سياسي ګوندونه د زده کوونکو په خوشي کولو کې خپل رول ولوبوي.

تېره ورځ د پنجاب پوليس د تروريزم ضد ادارې (سي ټي ډي) دعوه کړې وه، چې د جنوري پر پنځلسمه د لاهور په انارکلي سيمه کې دشوې چاودنې دوه سهولت کاران يې نيولي دي.

پوليسو زياته کړې، چې ياد کسان يې د لاهور په راوي سيمه کې نيولي دي. خو دا نه ده څرګنده چې دا نيول شوي د بلوچستان زده کوونکي او که کوم نور څوک دي؟

په لاهور کې استوګن د ټول پاکستان د زده کوونکو د سازمانونو کنوينيئر مزمل کاکړ وويل، چې د لاهور له چاودنې وروسته پوليسو څلور بلوڅ زده کوونکي نيول شوي وو،

خو دنوموړي خبره کله چې دوی د پوليسو تاڼې ته ورغلي، نو نه خو زده کوونکي په تاڼو کې موجود وؤ او نه هم پوليسو دوی ته د هغو په اړه کوم مالومات ورکړي دي.

د مزمل په خبره ويل کېږي چې دوه زده کوونکي خوشي شوي خو پاتي دوه لاهم نه دي مالوم چې چېري وړل شوي دي؟

د جنوري پر شلمه د لاهور په منځ انارکلي سيمه کې يوه چاودنه شوې وه، چې په نتيجه کې يې درې تنه مړه شوي او دېرش نور ټپيان شوي وو. د بريد زمه واري نوي جوړ شوي وسله وال تنظيم بلوڅ نېشنلسټ ارمي منلې وه.

له چاودنې وروسته د لاهور پوليسو په ښار کې ديو شمېر بلوڅ او پښتنو زده کوونکو پر هاسټلونو چاپې اچولې وې، چې د زده کوونکو د اتحاديو له لوري یې غندنه شوې او د نیول شوؤ کسانو د خوشي کولو غوښتنه شوې ده.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.