شاته

يمن: ياغيانو ويلي د سعودي ايتلاف لخواپه زندان شوي هوايي بريد کې 70 تنه وژل شوي

په يمن کې د حوثي ياغيانو وزیر ویلي، د سعودي عرب په مشرۍ ايتلاف د جمعې په ورځ (21 جنورۍ) په يمن کې په يو زندان هوايي بريد کړی، 70 بنديان پکې وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي. ويل شوي له دې وړاندې په هوايي عملياتو کې د يمن د انټرنېټ لاين هم کټ کړی شوی دی.

په يمن کې دغه هوايي عمليات وروسته له هغې شوي چې د ايران ملاتړو حوثيانو ياغيانو روانه اوونۍ په متحده عرب اماراتو کې ډرون ميزايل بريدونه کړي وو.

په متحده عرب اماراتو کې په ترسره شوو بریدونو کې چارواکو ویلي وو يو پاکستانی او دوه هندوستانيان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وو.

په وژل شوو کې د يو تعلق تعلق د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان سره وو، چې هلته يې ډرايوري کوله. د هغه جسد د زیارت/ پنجشنبې په ورځ بيرته کلي ته راوړل شوی او خاورو ته سپارل شوی دی.

سعودي عرب چې د کال 2015 راهسې په يمن کې د حوثيانو پرضد عمليات کوي، متحده عرب امارات هم ورسره په دغه ايتلاف کې شامل هېواد دی.

د حوثي ياغيانو د حکومت د صحت وزیر طحه متوکل اېسوسي اېټډ پرېس ته ويلي، چې په بريد کې د ياغيانو په زندان کې 70 بنديان وژل شوي او د مړو سېوا کېدو اندېښنه ده ځکه چې په ژوبلو کې هم د ډېرو روغتيايي حالت مرګونی دی.

د جمعې په ورځ سهار د سعودي په مشرۍ ايتلاف د يمن په ساحلي ښار حدېده کې هوايي عمليات کړي چې پکې ويل شوي د يمن د ټيلي کميونيکېشن مرکز په نخښه شوی او د يمن انټرنېټ يې کټ کړی دی.

په حدېده کې په کال 2018 کې دغه عمليات وروسته له هغې چټک شوي چې امريکا او ملګري ملتونه د دواړو فريقېنو د خبرو مېز ته په راوستو کې پاتې راغلي دي.