شانګله: د غره ښوېدو په پېښه کې يو کور تباه شوی، لږ تر لږه درې تنه پکې مړه شوي
د خېبرپښتونخوا په غريیزه شانګله ضلع کې د غره ښوېدو په پېښه کې د دوه ماشومانو په ګډون لږ تر لږه درې کسان مړه شوي، امدادي ادارې او ځايي خلک وايي اوس هم دوه يا درې کسان د ملبې لاندې ګېر دي.
په شانګله کې د ژغورنې ادارې (رېسکيو 1122) وي او اې ډيوه سره په شريک کړي خبر کې ويلي، دغه پېښه د شانګلې د الپورۍ تحصيل په موټه خان علاقه کې شوې ده.
د پښې د ځای يو عېني شاهد ثناالله وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، دغه پېښه پرون د جمعې په ورځ مازيګر نزدې پينځه بجې رامنځته شوې، غر راښوېدلی او يو کور يې په مکمله توګه تباه کړی دی.
هغه وویل د دوی د مالوماتو ترمخه په دغه کور کې نهه کسان وو، د پرون راهسې ځايي خلک او د ژغورنې اداره او د نورو ادارو غړي هم رارسېدلي او لګيا دي د ملبې نه کسان را اوباسي.
د 1122 ترمخه تراسه پورې د ملبې نه اووه تنه راويستل شوي چې پکې درې مړه او څلور ژوبل دي.
د ځايي خلکو په وېنا په ملبه کې اوس هم دوه يا درې تنه لاندې ګېر پاتې دي.
په شانګله کې دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې د موسمياتو محکمې د ملک په غرييزو سيمو کې د واورې او باران امکان څرګند کړی دی.
د موسمیاتو محکمې ويلي، نن د خالي/ شنبې او سبا د اتوار/ يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په چترال، دير، سوات، کوهستان، شانګله، بونېر او مانسهره کې واوره کېدل امکان لري.
ويل شوي د واورو او باران له امله د غرونو ښوېدو خطره موجوده ده، د سړکونو بندېدل امکان لري ځکه خلک دې احتیاط وکړي.
د موسمیاتو محکمې اړونده ادارو ته د تيار پاتې کېدو او اقدماتو لارښوونه کړې ده.