شاته

د فرانس د پارلېمنټ قرارداد وايي چین د ویغور مسلمانانو نسل وژنه کوي، چین دغه قرارداد غندلی

چين د جمعې په ورځ د فرانس د پارلېمنټ د هغه قرارداد غندنه وکړه چې وايي چين د ويغور مسلمانانو نسل وژنه کوي.

د فرانس دغه قرارداد په چين کې د ژمي د اولمپېکس مقابلو د شروع کېدو نه دوه اوونۍ وړاندې منظور شوی دی.

قرارداد د غربي نړۍ د يو شمېر نورو ملکونو سره همغږي کوي چې وايي بيجينګ يو مېلين پورې ويغور مسلمانان حراستي کمېپونو کې ساتلي او په چین د ویغورو د بشري حقونو د غړونو تور پورې کوي.

د فرانس د پارلېمنټ د قرارداد نه وړاندې د کېنېډا، هالېنډ، برطانیه او د بېلجيم پارلمانونو هم دغه رنګ قراردادونه منظور کړي او د امريکا حکومت په رسمي ډول چین په سېنګیانګ کې په نسل وژنه تورن کړی دی.

چین دغه الزامات ردوي او د جمعې په ورځ یې د فرانس د پارلېمنټ د قرارداد غندنه وکړه.د چين د خارجه چارو وزارت وياند ژاو ليجيان په يو بيان کې يې ويلي په سينګکيانګ د فرانس د قامي اسمبلۍ قرارداد حقیقت نظر انداز کوي او د چين په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي. هغه وویل چین په کلکه دغه قرارداد ردوي.

د فرانس پارلماني قرارداد د اپوزيشن سوشلېسټ ګوند لخوا وړاندې شوی و خو د صدر ايمونوېل مېکرون د حکمران ګوند ريپبلېکن مرسته يې هم تر لاسه کړه او د يو ووټ د مخالفت په مقابل کې په 169 رايو منظور شو.

په دې موقع د سوشلېسټ ګوند مشر وليوير فاغي وويل “چين يو عظيم طاقت دی او مونږ د چين د خلکو سره مينه کوو. خو مونږ به د چيني حکومت پروپېګنډې ته غوږ نه نيسو چې د ځان غلي کولو نه ګټه واخلي او په ښکاره د نسل کشۍ عمل روان وساتي”.

هغه د فرانس پارلمان ته هغه معلومات ورکړل چې د ويغور مسلمانانو ورته ورکړي دي او وايي هغه ته ويل شوي په بيګار کيمپونو کې نر ښځې د سملاستو ځای نه لري، ښځې په دومداره توګه د جينسي تېريو ښکار کيږي او اندامونه یې نورو ته لګول کيږي.

خو چين دا تورونه ردوي او وايي په بهر دنيا کې مېشت ويغور د سينګکيانګ په اړه دروغ وايي او په پيسو پالل کيږي.

بل خوا د سعودي حکومت دوه ويغور مسلمانان نيولي او په جېل کې یې اچولي چې د خبرونو تر مخه د چين د حکومت په وينا نيول شوي او امکان دی چې چين ته بېرته ولېږل شي.

چين ته د سعودي عرب د ویغور مسلمانانو د ورکولو مسله هيومن رايټس واچ راپورته کړې او په نړۍ يې غږ کړی چې د سعودي عرب حکومت نه دې غوښتنه وکړي چې دغه ويغور مسلمانان چين ته په لاس ورنکړي ځکه دا به د بشري حقونو پايمالي وي.

د خبرونو د مخه سعودي چارواکو په جېل کې ساتل شوو ويغور مسلمانانو ته ويلي ذهني طور دې تيار وسي چې کله دوی چين ته حواله کېدلی شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د ويغور مسلمانانو او چين تر منځ شخړه سعودي عرب د چين کورنۍ مسله بولي او تر ډېره حده په دې اړه د چين د حکومت د دريځ ملاتړ کوي.

د سعودي حکومت دریځ معلومولو دپاره وي او ای په واشنګټن کې د سعودي عرب سفارتخانې سره رابطې وکړې خو ځواب یې ترلاسه نشو.