BBC
 شاته

آیا کېدی شي خلک له کنګل شوي حالته بېرته راژوندي شي؟

په دې وروستیو کې یوې ۱۴ کلنې نجلۍ چې د سرطان په ناروغۍ اخته وه له مړینې وړاندې غوښتنه وکړه چې بدن ېې کنګل وساتل شي، په دې هیله چې ښايي په راتلونکي کې طب او ټکنالوژي دومره پرمختللې وي چې بیا ېې راژوندۍ کړي او د ناروغۍ درملنه ېې وکړي.