شاته

طالبان: د افغان هوايي ډګرونو د امنیت په اړه د ترکي او قطر مشترکه کمپنۍ سره خبرو کې پرمختګ شوی 

د افغان طالبانو د ټرانسپورټ یا مواصلاتو وزارت ویلي د قطر او ترکي مشترکه کمپنۍ ته یې د کابل او د نورو هوايی ډګرونو امنیت سپارلو په اړه خبرو اترو کې پرمختګ شوی دی.

بلخوا ناروی ویلي د طالبانو یو پلاوی به په ناروی کې د ناروی مامورینو، د یو شمېر نورو ملکونو استازو او په ناوری کې مېشته د افغانستان د مدني ټولنې فعالانو سره په افغانستان په ورستيو حالاتو خبرې کوي.

د ناروی مامورینو ویلي طالب استازي به د جنورۍ د ۲۳مې نه ۲۵مې نېټې پورې د ناروی سفر کوي.

د ناروی حکومت په رسمي ډول نه دي ویلي چې طالب پلاوی به د نورو کومو ملکونو استازو سره ویني خو د ناروی "وي جي" نومې ورځپاڼې ویلي طالبانو سره به د برطانيي، فرانس، یورپین یونین، امریکې، اټلي او د جرمني استازي خبرې کوي.

د کابل او د افغانستان د نورو هوايي اډو د تحفظ په اړه د طالبانو د مواصلاتو وزارت ویاند امام الدین احمدي واېس آف امرېکا ته ویلي‌ په کابل کې د ترکي او قطري کمپنۍ شریک پلاوي سره د نهې یا سه شنبې او شورو یا چها شنبې په ورځ خبرو اترو کې په ځینو مسلو اتفاق شوی دی او اینده هفته به کابل کې په دې اړه بیا خبرې کوي.

کابل کې سرچینو خبریالانو ته ویلي د ایرپورټ مشن لپاره د امنیتي اډاڼې په سر انقره او دوحه صلاح شوي خو زیاته کړې چې د مالي لارو چارو په ګډون په نورو اړخونو به خبرې اترې لا دوام لري.

په افغانستان کې د حالاتو په اړه په ناروی کې کېدوونکو خبرو په اړه د ناروی خارجه وزیرې ا ېنه کېن هوېټ فېلټ په یو بیان کې ویلي د افغانستان په خرابه وضع ډېر فکرمند دي چېرته چې په مېلینونو خلک د بشري بحران سره مخامخ دي.

نوموړي ویلي افغانستان کې د عامو خلکو سره مرستو کولو لپاره دا ضروري ده چې نړیواله ټولنه او د مدني ټولنې بېلا بېلو اړخو سره تعلق لرونکي افغانان د طالبانو سره خبرې اترې وکړي او زیاته کړې دوي به د طالبانو سره خبرواترو کې په خصوصي توګه د جینکو زده کړو او بشري حقونو په سر د خپلو طمعو په اړه ډېر واضحه دریز لري.

د ناروی د چارواکو ترمخه د طالبانو پلاوي او په ناروی کې مېشته د افغانانو ترمنځ‌ به هم غونډې کیږي چې پکې به افغان ښځې، خبریالان، د بشري حقونو،‌ اقتصادي،‌ ټوله نیز او سیاسي ستونزو حل راویستو لپاره کار کوونکي تنان برخه اخلي.

د ناروی خارجه وزیرې وېلي دغه ملاقاتونه د طالبانو په رسمیت پېژندلو نماېندګي نه کوي خو دا چې دوی له په افغانستان واکمند چارواکو سره خبرې اترې کول پکار دي او دوی د دې اجازت ورکولی نه شي چې د افغانستان سیاسي وضعه نوره زیاته د بشري بحران اړخ ته لاړه شي.‌

افغانستان دا وخت د وچکالۍ، کرونا وبا، اقتصادي بحران او د کلونو راهسې روانو جګړو سره مخ دي. افغانستان کې خواوشا ۲۴ ملینه خلک د خوراک د سخت کمي سره مخ دي. رپورټونه داسې اشارې ورکوي چې یو ملین ماشومان د خوراک د کمي له کبله مړه کېدی شي.

د ملګرو ملتونو د اندازو ترمخه د روان ژمې موسم کې د افغانستان ابادۍ نېمې نه زیاته برخه د قحط سره مخ ده او روان کال د ابادۍ ۹۷ فیصده برخه د غربت د کرښې نه ښکته پرېوتی شي.

‌ ‌