شاته

افغان فعالان: طالبانو کابل ته د پاکستاني سلاکار د سفر پر ضد د مظاهرې جوړوونکي نیولي دي

د پاکستان د ملي امنیت سلامتیا سلاکار معید یوسف افغانستان ته د سفر په ضد په کابل کې د مظاهرې جوړوونکي څلور فعالان طالبانو نیولي دي. دا خبره د نیول شویو کسانو یو همکار کړې ده خو طالبانو یې لا پخلی نه دی کړی.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په مشرۍ کې پاکستانۍ ډله د نهې، سه شنبې، په ورځ کابل ته تلونکي وه خو په کابل کې د پاکستان سفارت وویل په اسلام اباد کې د خراب موسم له کبله د پلاوي سفر بلې نېټې ته ځنډېدلی دی.

په کابل کې مېشته د مدني ټولنې فعال عظیم عظیمي او یو شمېر ملګرو یې د معید یوسف د سفر په ضد په کابل کې د احتجاج پلان لرلو.

عظيمي تېره ورځ پر خپل ټوېټر اکاونټ طالب چارواکو ته د مظاهرې د خبرتیا او د امنیت ساتلو په خاطر ټویټ کړی و. په دغه ټویټ کې یې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د کابل د امنیه قومندانۍ د رسنیو مسول جنرال مبین خان هم ټېګ کړی وو.

د عظیمي سره د دغې مظاهرې همکار او ملګری حبیبب خان چې فعال او د افغان سوله څار ادارې مشر دی د ټیلې فون دلارې یې وي او ای ډیوې ته وویل چې عظیمي او ملګري يې نن طالبانو نیولي.

حبيب خان وویل په کابل کې د مظاهرې د انتظام په لړ کې هغه د عظیمي سره په رابطه کې و.

د عظیمي ترڅنګ د نورو نیول شویو کسانو نومونه احمد شاه، عبدلکریم بلال او حیات الله رعوفي ښودل شوي دي چې طالبانو د نهې، سه شنبې، په ورځ ونیول او د ځان سره یې بوتلل.

وي او ای ډیوې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د رسنیو مسول جنرال مبین خان سره د هغه د ټوېټر اکاونټ له لارې د دغه خبر په اړه اړیکه ونیوله خو ځواب یې نه دی راغلی.

د پاکستاني پلاوي د سفر په ضد د مظاهرې تنظیم کوونکو په ټویټر سپېس کې د یو بحث پرمهال وویل چې دوي له ۱۵۰ کسانو زیات مظاهره چیان تنظیم کړي وو چې په کابل ښار کې احتجاج وکړي خو طالبانو ورته اجازه نه ده ورکړې

عظیمې له دې وړاندې هم ادعا کړې وه چې طالبانو نیولی او سخت شکنجه کړی یې و. هغه پر ټولنیزو رسنیو خپل یو انځور هم خپور کړی و چې د هغه په قول په بدن یې د وهلو ټپونه ښکاره کول.

په افغانستان کې وخت په وخت افغانانو د پاکستان پر ضد مظاهرې کړي او د پاکستان د لوړ پورو چارواکو کابل ته په ډیر تګ راتګ یې سختې نیوکې دا یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې.

پاکستاني چارواکي دا تورونه ردوي چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله کوي او یا هم طالبانو سره مرسته کوي. پاکستان وايي د افغانستان سره یې تل د ښه ګاونډي په توګه خپل رول لوبولی او د او ايي سي غونډه کې یې د افغانستان لپاره بشري مرستې هم راغونډې کړي.

د افغانستان د میدان ښار پخوانۍ ښاروالې او د بشري حقونو فعالې ظریفه غفاري د عظیمي نیول سخت غندلي او دا یې د بیان او بشري حقونو پر ضد عمل بللی.

په افغانستان کې د واکمنه طالبانو د حکومت مرستيال ویاند بلال کريمي وي او اې ډیوه سره کابل ته د معيد يوسف د سفر په اړه چې اوس د ځنډېدلی ویلي وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به په مختلفو موضوعاتو باندې لکه دواړو ډيپلومېټکو او سياسي اړیکو، دوه اړخېز تجارت، بشري مسايل، اقتصادي ستونزو، مهاجرينو ستونزې او دا رنګه ځينو نورو مسايلو باندې خبرې وکړي".

د جنوري په ۱۶ په کابل کې افغانو ښځو یوه مظاهره کړې وه چې پکې ګډون والو وویل تیره اونۍ طالبانو د یوه پخوانۍ کارکوونکې زینب عبداللهي، د کابل په لویدیځ کې د طالبانو په یوه تالاشئ کې وژلې او همداشان د پولیسو یوه پخوانۍ منصبداره عالیه عزیزي یې نیولې ده.

دغو احتجاج کوونکو ښځو ویلي چې میرمن عزیزي د څلورو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې ده او د برخلیک په اړه یې هیڅ خبر نشته.

ملګرو ملتوتو او د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د طالبانو د واکمنۍ وروسته څو وارې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې ريپورټونه ورکړي.

همداراز اېمنسټي انټرنيشنل د ډیسمبر میاشت کې په یو رپورټ کې ویلي وو چې طالبانو د تېر حکومت د ړنګېدو په وخت جنګي جرمونه کړي چې په کې د افغان پوځ د پخواني سرتیرو او پوځیانو وژل، په زوره ورکول او ولسي وژنې شاملې دي. خو طالبانو تل دغه ډول راپورونه بې بنسټه او دروغ بللي.



  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed