شاته

امریکا: روسیه په اوکراین باندې د برید لپاره پلمې چمتو کوي

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۴ (مرغومي ۲۴) تور ولګاوه چې روسیه د ځواکونو د عملیاتو په پلمه پر اوکراین د برید لپاره بهانه لټوي.

د متحده ایالاتو استخباراتو یوه ورځ وروسته له هغې خپلې موندنې په ډاګه کړې چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان وویل روسیه چې په لسګونو زره سرتیري یې د اوکراین په پوله دیره کړي تر څو «دې ته زمینه برابره کړي چې په یوه بهانه [پر اوکراین] د یرغل انتخاب ولري.»

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي وویل چې د متحده ایالاتو استخبارات باور لري چې روسیه ښایي د پوځي یرغل «څو اونۍ دمخه» عملیات پیل کړي؛ کوم چې ښایي د جنورۍ د میاشتې د نیمایي او د فبرورۍ د میاشتې په نیمایي کې وشي.

میرمن ساکي وویل: «مونږ داسې معلومات لرو چې څرګندوي روسیه لا دمخه خپله یوه عملیاتي ډله ځای پر ځای کړې چې په ختیځ اوکراین کې ساختګي عملیات ترسره کړي».

د هغې په ویناو «عملیاتي ډله د ښاري جګړې لپاره روزل کیږي او د چاودیدونکو توکیو نه په استفادې هڅه کوي [د بهانې لپاره] د خپلو روسي ځواکونو پر وړاندې ورنکاري وکړي.»

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ادعا وکړله چې روسیې وار د مخه داسې اجنټان چې د ښاري جګړې لپاره روزل شوی لیږلی چې ښایي د روسیې د ګوډاګي ځواکونو په خلاف د ورانکارۍ عملیات او چاودنې وکړي او ملامتي به یې په اوکراین واچوي.

جین ساکي زیاته کړه، " مونږ اندیښنه لرو چې که د دیپلوماسۍ د لارې اهداف تر لاسه نشي، د روسیې حکومت په اوکراین د یرغل لپاره چمتوالی نیسي چې ښایي په پراخه توګه د بشري حقونو د سرغړاونو او جنګي جرایمو سبب به شي".

په همدې حال کې د امریکا په استخباراتي معلوماتو کې چې د متحدینو سره شریک شوي، اټکل شوی چې ښایي په اوکراین یرغل د همدې روانې جنوري میاشتې د نیمیاي څخه د فبروري تر نیمایي پورې وشي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي دا استخباراتي معلومات د "ډیر اعتباري" بللي.

یو بل امریکایي چارواکي بیا د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د استخباراتي معلوماتو ډیره برخه د خلکو د تحرکاتو د ارزیابۍ او ترلاسه شویو مکالمو پر اساس راټول شوي.