شاته

ډبلیو اېچ او: د کرونا وایرس په ضد د وېکسین څاڅکې تیارول کېږي

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن ویلي د دنیا په مختلفو برخو کې لږ تر لږه نهو لېبارټرو او کمپنو د کرونا وایرس په ضد د وېکسین څاڅکو د تیارولو کار شروع کړی دی.

د ادارې ترمخه دغه نوی تیارېدوونکی وېکسین به په پوزه کې د څاڅکو په شکل کې خلکو ته ورکول کېږي چې ماهرین وايي کرونا وایرس نه د بچ کېدو او وایرس د خپروېدو په مخینوي کې به زیات موثر وي. په موجوده وخت کې انسانو ته د کرونا ضد وېکسین په مټه (بازو) کې د ستن په تکلیف ده طریقه ورکول کېږي.

نوی وېکسین به د انسان په پوزه او مرۍ (نس) کې د کرونا وایرس د نسل افزایي مخه نېسي او دا ډول به د وایرس یو انسان نه بل انسان ته د خپرېدو مخنیوی هم کېږي. ماهرین د مجوزه نوي وېکسین دا خصوصيت ځکه هم خوښوي چې د کرونا اومېکرون زر زر خپرېږي.

د وي او ای رپورټ وايي د وېکسین څاڅکې د تیارۍ په لومړي او یا په منځني پړاو دي او دا لا نه معلومیږي چې ازموینه به یې کله کېږي یا او به کله د عام استعمال دپاره ترلاسه کېدلی شي.

رپورټ وايي یوه اداره د خپلې څېړنې نه په شا شوي ده خو په امریکا، چین، کیوبا، ایران او په نورو ځایونو کې ساینس پوهانو خپل تحقیق دوامداره ساتلی دی.

د امریکې په سېنټ د لوېس ښار د واشنګټن یونېورسټۍ په انساني بدن کې د بېمارو په ضد د مزاحمت ماهر مایکل ډایمنډ وايي نوی وېکسین به د کرونا وایرس په ضد ښه ګام وي.

ماهرین وايي که څه هم موجوده وېکسین د کرونا په ضد د انساني بدن د مدافعت په زیاتوولو کې ښه کردار ادا کړی دی خو د انسانانو په پوزه، مرۍ یا ستونې او نورو هغو ځایونو کې چې نمدارې یا په رطوبت لمدی پردې یا "میوکس مېمبرینز" لري او د بهر دنیا یا د چاپیریال سره نېغ په نېغه تعلق لري، د انساني بدن دغه برخې د وېکسین د اثر نه لېرې وي.

د انسان په وېنه کې د مدافعت بېلې او په میوکس مېمرېن کې بېلې خوليي وي. ستن د لارې وېکسین نېغ په نېغه وينې ته ورځي خو میوکس مېمبرېن ته نه ورسي.

د ناروغۍ په ضد د مدافعت د نیویارک یونېورسټۍ ماهر بېن ټېن اور وايي د ستن د لارې وېکسین د بدن په پلو (عضلاتو) کې د کرونا وایرس پېژني او مدافعت یې کوي خو پکار دا ده چې په میوکس مېمبرېن کې هم دغه شان د مدافعت پېدا کړی شي.

ماهرین وايي چونکه پوزه د انسان په بدن کې د وایرس سره د مخامخ کېدو لومړی ځای دی، په دغه ځای کې ویکسین د سپری کولو (شنېدلو) سره به هغه ځآی محفوظ شوی وي چې تر ټولو زیات ضرورت لري.

د واشنګټن یونېورسټۍ مایکل ډایمنډ د خپلو همکارانو سره په شریکه د کرونا وایرس په ضد د پوزې د څاڅکو وېکسین تیار کړی دی او د هندوستان بهارت بایوتېک نومې کمپنۍ ته یې د تیارولو لایسنس یا اجازت نامه ورکړې ده.

عام استعمال دپاره د ترلاسه کېدو نه مخکې به بهارت بایوټېک د وېکسین په لویه کچه ازموینې کوي. د لوی عمر کسانو ترڅنګ ماشومانو دپاره هم د کرونا وایرس د څاڅکو وېکسین تیارول کېږي.

د یو وېکسین په ځناورو تجربې نه څرګندېږي چې د وایرس په مخنیوي کې د ستن نه ښه کار کوي. خو په دې اړه څه نه وېل کېږي چې دغه وېکسین به د عام استعمال دپاره کله تیار شي.