شاته

بلینکن: د امریکا خلک له افغانانو څخه ملاتړ ته ژمن دي

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د جمعې د ورځې په ماښام د جنورۍ ۱۴ ( مرغومي ۲۴) د ټویټر په خپلې پاڼې کې لیکلي دي چې د امریکا خلک د افغانستان له خلکو څخه ملاتړ ته ژمن دي.

ښاغلی بلینکن لیکلي:" نن مې د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیال مارتین ګریفیټس او د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له رئیس پیټرماریر سره په یوې مجازي کتنه کې له ملګرو ملتونو او سره صلیب سره د امریکا د متحده ایالاتو د موجودو هڅو د همغږۍ د غښتلي کولو په هکله خبرې وکړې."

داپه داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش د پنجشنبې په ورځ د هغو قواننیو د تعلیق یا ځنډولو غوښتنه وکړه چې د افغانانو د ژوند او اقتصاد د ژغورلو لپاره د پیسو د کارونې، مخه نیسي. هغه زیاته کړه چې باید د افغانستان د کنګل شویو پیسو د مشروطې ازادۍ لپاره یوه لاره ولټول شي.

ښاغلي ګوتیرش خبریالانو ته وویل: "باید نړیوالې بودیجې ته اجازه ورکړل شي، چې د عامه خدمتونو د کارکونکو معاشونه ورکړي او له هغو افغان موسسو سره چې د روغتیاپالنې، ښوونې او روزنې او نورو برخو کې حیات خدمتونه وړاندې کوي، مرسته وشي."

له دې وړاندې، د ملګرو ملتونو ادارو د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۱۱ ( مرغومي ۲۱) د افغانستان له اړمنو خلکو سره په ۲۰۲۲ عیسوي کال کې د بشري مرستو لپاره د ۴.۴ میلیارډ دالرو غوښتنه وکړه.

د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ښاغلي مارتین ګریفیټس خبرداری ورکړ که چیرې د افغانستان له اړمنو خلکو سره مرسته ونشي نو ناوړه پایلې به ولري او خلک به وکړیږي.

له بلې خوا، د ژغورنې نړیوالې کمیټې ( IRC)‌ په افغانستان کې په خوارځواکۍ " سوتغذیې" باندې د اخته ماشومانو د شمېر د زیاتېدو په هکله اندېښنه ښودلې ده.

دغې ادارې د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۱۱ ( مرغومي ۲۱) په کابل کې په خپره شوې بیانیه کې ویلي دي چې په تیره یوه میاشت کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر ۳۰ په سلو کې زیات شوی دی.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي دي چې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کېدو په بازار کې د نغدو پیسو کموالی رامنځته کړی او سوداګر نشي کولی چې د خپلو کارکونکو معاشونه ورکړي چې په پایله کې یې د دوی کورنۍ هم نشي کولی، کافي خواړه ترلاسه کړي.

دغه کمیټه اټکل کوي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به ۳۸ میلیونه افغانان د لوږې له کرښې لاندې ژوند کوي او له دې شمیرې څخه نهه میلیون به د خوراکي توکو له نشتون یا قحطۍ سره مخامخ شي چې ډیره برخه به یې ماشومان وي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي دي چې د تیرو پنځو کلونو په موده کې په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې زیاتې لوړې شوې دي، او د تیر کال د ډسمبر په میاشت کې د همغه کال د جون د میاشتې په پرتله د غنمو، وړو او غوړیو بیې ۵۰ په سلو کې زیاتې شویدي.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې اندېښنه څرګنده کړېده چې ښايي‌ په خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو شمېر نور هم زیات شي.