شاته

هند کې یو راهب د جنسي تیري په قضیه کې بې ګناه وبلل شو

په هند کې محکمې د رومان کاتولیک کلیسا یو راهب چې په یوې راهبې د پرله پسې جنسي تیري کولو تور پرې و، تبرئیه کړ.

فرانکو مولاکال په هند کې د کاتولیک مذهب لومړنی راهب دی چې محاکمه کیږي.

په مولاکال دا تور و چې د کیرالا په ایالت کې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کالونو چې هغه د مسیحي مبلغانو مشر و په یوې راهبې یې څو ځله جنسي تیری کړی خو دغه مذهبي مشر دا تورونه رد کړي و.

محکمې نن جمعه جنوري ۱۴ (مرغومي۲۴) فرانکو مولاکال پدې تورونو کې بې ګناه وباله.

دغه راهبه چې جنسي تیری پرې شوی وایي چې څو ځله یې کلیسا ته پدې هکله شکایت کړی و او وروسته تر هغه چې کلیسا یې غږ وانه ورید، پولیسو ته یې شکایت وکړ.

دې میرمنې په ۲۰۱۸ کال کې پولیسو ته شکایت وکړ خو پولیسو پدې هکله اقدام ونکړ او کله چې پنځه میاشتې وروسته یو شمیر نورو راهبو د سترې محکمې مخکې مظاهرې وکړلې، پولیسو د قضیې په هکله تحقیقات پیل کړل.

دغو راهبو په واتیکان کې چې د کاتولیک مذهب مرکز دی، هم خپل شکایت لیږلی و او پدې موضوع کې د مداخلې غوښتنه یې کړې وه.

پولیسو مولاکال په ۲۰۱۸ کال کې ونیوه او وروسته یې په ضمانت خوشې کړ.

د هند د وګړیو یوازې ۲.۳ په سلو کې مسیحیان دي خو دې پیښې حتی همدا وړه ټولنه د هند د نورې ټولنې څخه بیله کړې وه.

هند یوازینی هیواد ندی چې په کلیساګانو کې د راهبانو لخوا د میرمنو او ماشومانو سره ناوړه چلند کیږي.

په فرانسه کې دعیسویانو د کاتولیکوکلیساګانو د پادریانو لخوا د جنسي زورونې قربانيان وروسته له هغه په دغې کلیسا کې د تاریخي اصلاحاتو غوښتنه کوي، چې د یوه خپلواک کمیسیون د پلټنو له مخې په تیرو ۷ لسیزو کې په سلګونو زرو ماشومانو سره په سیستماتیک ډول ناوړه جنسي چلند شوی.

په فرانسه کې د جنسي زورونې دا ډول پېښې او په دغو پیښو باندې د پردې اچولو هڅې تر څو لسیزو تکرار شوي دي.

د کمېسیون پلټنې ښيي چې نږدې دوه سوه او شپاړس زره ماشومانو سره جنسي زیاتی شوی. له ۱۹۵۰ مو کلونو څخه تر اوسه پورې په دغو تورونو د تورنو پادریانو شمېر تر ۳۲۰۰ کسانو پورې ښودل کېږي. د پلټونو له مخې که د هغو پادریانو له خوا د ماشومانو د جنسي زورونې پېښې حساب شي چې تقاعد شوي دي نو دقربانیانو شمیر به درې سوه او دېرش زرو ته اوچت شي.

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس د دغو پلټونو هکله وايي:"زه د (جنسي زورونو) له قربانیانو سره خواخوږي او غم شریکي لرم. او خپل شرم هم څرګندوم، زمونږه شرم، زما شرم، په دې خبره شرم چې کلیسا په دومره ډېره موده کې دې مسلې ته پام ونشو کولی ."

د روان کال په سر کې پاپ فرانسس د کلیسا په قانون کې داسې بدلونونه رامنځته کړل چې مخې یې جنسي زورونه جرم ګڼل کیږي.