شاته

عمران خان وایي ریاست اؤ ولس په یوه لیکه ودرؤل غواړي خو څېړونکي پرې بې باوره دي

دپاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي دمعاشي پرمختيا اؤ ولسي مرستو نه پرته دفاع ممکنه نه ده او دده حکومت دقامي سلامتیا دنوې تګلارى په اساس رياست او ولس په يوه ليکه ودرؤل غواړي.

څيړونکي ددې تګلارې په عملي کيدو سوالونه راپورته کوي او وايي د ریاست اؤ ولس په يوه ليکه ودرؤلو لپاره به د پاکستان طاقتوره ادارو ته ولس دښمنه کړنو نه لاس اخستل وي.

دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دقامي سلامتيا دنوې تګلارې دځینو برخو عام کولو په وخت راجوړې شوې دستورې ته خپله وينا کې وزير اعظم عمران خان تکرار کړې ده چې دنوې تګلارې مهم ټکی دملکي معيشت پرمختيا او د ولس په ژوند کې سوکالي راوستل دي.

هغه وويل حکومت دمجبوریت له امله د ایي ايم ايف په څېر نړيوالو مالياتي ادارو نه قرصې اخلي چې له امله یې ملکي امنيت ګواښ سره مخ کیږي او په ولس ناوړه بار پریوځي.

د وزير اعظم وينا وه پاکستان تل د هند دتیري دمخنيوي لپاره دخپلو وسيلو لويه برخه په ملکي دفاع لګولې ده خو حقيقت دا دى چې يوازې په خيټه موړ ولس د خپل وطن ښه دفاع کولى شي.

ددفاعي چارو څپړونکى ډاکټر عبدالحميد نيٸر نوې تګلاره کې ولسي پرمختيا ته د لومړيتوب ورکولو ستاينه کوي خو دیادې تګلارې په عملي کيدو هم lنديښنې لري.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې ډاکټر عبدالحميد نئیر وويل ترڅو چې د پاکستان طاقتوره رياستي ادارې ولس ځوروي، دوئ په جبري توګه پورته کوي او بيا یې مړي موندل کیږي نو ترهغې ولس او رياست په يوه ليکه نه شي ودریدلی.

نوموړي دقامي سلامتيا تګلاره یوه ټوکه وبلله او زياته یې کړه چې دپاکستان پوځ دې وړومبی دا تضاد لرې کړي چې دکورني امنيت لپاره لویې ګواښ دتحريک لبيک په څېر مذهبي تندروه ډلې او لاقانونه ټي ټي پي سره مذاکرات غواړي او که د دوئ خاتمه غواړي؟

د پاکستان پوځ دخلکو په جبر د پورته کولو پيښو کې د ککړتيا تورونه ردوي او دا بې اساسه بولي.

دوه کاله وړاندې دپاکستان دپوځ د هغه وخت وياند جنرال صف غفور ويلي وؤ زياتره بې درکه پاکستاني وګړي افغانستان ته اوښتي دي ځکه یې د مړي، ژوندي درک نه لګي.

له دې وړاندې دستورى ته خپله وينا کې دپاکستان دقامي سلامتيا سلاکار ډاکټر معيد يوسف وويل حکومت د تګلارى ٥٥ پاڼې عام کړې دي او زياتره برخه یې لا اوس هم خفيه یا پټه ده.

په دې وروستیو کې دپاکستان مرکزي کابينې د راتلونکو پنځوؤ کالو لپاره دقامي سلامتیا دنوې تګلارې منظوري ورکړى وه.

مرکز کې د واکمن تحريک انصاف ګوند لخوا د بلنې ورکړی کیدو باجود مخالفو ګوندونو د تګلارۍ د قانوني مسودې د جوړښت په اړه دپارليماني کميټۍ دغونډى نه بايکاټ یا پرېکون کړى ؤ.