شاته

طالبانو د افغانستان د شتمنیو د ازادولو لپاره د ګوتیرش د غوښتنې هرکلی وکړ 

د طالبانو د حکومت مقاماتو د افغانستان د شتمنیو د ازادیدو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتوني ګوتیرش دغوښتنې هرکلی کړی او یو ځل بیا یې پدې هکله د متحده ایالاتو د بندیزونو د لرې کیدو غوښتنه کړې ده.

انتوني ګوتیرش تیره ورځ د هغو اصولو او مقرراتو د تعلیق او ځنډولو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د افغانانو د ژغورنې لپاره د پېسو د کارولو مخه نیسي. هغه ویلي چې د افغانستان د بهرنیو زیرمه شویو اسعارو مشروط پرېښودو لپاره دې یوه لاره په ګوته شي.

ښاغلي ګوتېرش خبریالانو ته وویل: «نړیوالې بسپنې [تمویل] ته باید اجازه ورکړل شي چې د عامه برخې د کارکوونکو معاشونه ورکړي او د افغان بنسټونو سره مرسته وکړي چې روغتیايي، تعلیمي او نور حیاتي خدمتونه وړاندې کړي.»

د طالبانو د حکومت ویاند د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۴ (مرغومي ۲۴) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د مشرتابه له لورې د ملتونو د حقونو په اړه دغه ډول دریځ نیول "ددې نړیوال سازمان حیثیت" ته ګټور دی.

ښاغلي مجاهد یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان د شتمنیو د کنګل کولو په اړه د "نړۍ غږ" ته مثبت ځواب ورکړي او ددې هیواد دخلکو پانګه ژر تر ژره ازاده کړي.

پر افغانستان باندې د ۲۰۲۱ کال اګست په ۱۵ د طالبلنو د واکمن کیدو وروسته متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هیوادونو د افغانستان څه دپاسه ۹.۵ میلیارد ډالر پانګه کنګل او د طالبلنو لاس رسی یې ورته قطع کړ؛ هغه اقدام چې پدې جنګ ځپلي هیواد کې یې اقتصادي وضعیت خورا کړکیچن کړ.

د رویټرز خبري‌ اژانس همداشان د ښاغلي ‌ګوتیرش له خولې لیکلي دي چې د افغانستان د مرکزي‌ بانک فعالیت باید وساتل شي او د افغانستان د بهرنیو زیرمه شویو اسعارو مشروط پرېښودو لپاره دې یوه لاره په ګوته شي.

هغه ټینګار کړی چې باید د افغانستان اقتصاد ته نقدې پېسې پمپ شي چې د افغانستان د اقتصاد د سقوط مخه ونیول شي چې د میلیونونو خلکو د لوږې او بې وزلۍ سبب کیږي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې د افغانستان د اقتصادي‌ او بشري سقوط د مخنیوي لپاره باید له هغه هېواد سره مرسته وشي.

څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د ۴.۴ میلیارد ډالرو مرسته وغوښته. دا مهال له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشري مرستې د نړیوالو سازمانونو له لوري په اړمنو افغانانو وېشل کیږي.

امریکا څو ورځې مخکې له افغانستان سره د څه باندې ۳۰۰ میلیون ډالرو تازه مرستې اعلان کړې او ولسمشر بایډن دا خبره کړې ده چې باید دا مرستې د طالبانو د حکومت لاسونو ته ورنشي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پدې وروستیو کې ویلي وو چې دغه پیسې به د مختلفو دلیلونو په وجه همداسې د لاسرسي وړ نه وي. هغې زیاته کړې چې دا یو ډیره پیچلې موضوع ده او د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره د خپلو متحدینو او شریکانو سره یې په همغږۍ او په دوامداره توګه ارزوي.