BBC
 شاته

د پېښور ۱۷ کتابپلورنځيو کې اوس کالي او خوراکي توکي پلورل کېږي

د پښتونخوا حکومت د پوهنې د ودې لپاره په ایالت کې بېړنی تعليمي وضعیت اعلان کړی، خو په مرکزي ښار پېښور کې په تيرو څو کلونو کې د کتابونو ۱۷ دوکانونه تړل شوي، چې په دغوکې ځينې مشهور کتابپلورنځي لکه سعيد بوک بنک، ايم جي بوک، مسټر بوک، پاکستان بوک او شاهين بوک هم شامل دي.