شاته

د ټي ټي پي په اړه د اطلاعاتو وزیر وايي د ایین نه منوونکو په ضد به جنګ کولی شي

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزى وزير فواد چودهرى ويلى د تحريک طالبان پاکستان په اړه د رياست دریځ واضحه دی او هغه دا چې څوک د پاکستان آیين او قانون منونکي نه جوړیږي نو په ضد به یې ریاست د پخوا په شان جګړه کوي.

فواد چودهري د ګل، دوشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو سره په داسې حال کې خبرې کولې چې د ټي ټي پي د دزبندۍ نېټه سره ته رسېدلې ده او ډلې یې د ډز بندۍ د غځولو څه خبره نه ده کړې.

د پاکستان حکومت هم ټي ټي پي د ډزبندۍ د ختمیدو په اړه رسمى غبرګون نه دی ښودلی خو د ټي ټي پي په اړه د فواد چودهري خبرې په دې اړه د حکومت د یو اعلا چارواکي لومړی ځواب و.

څيړوونکي تشویش څرګندوي چې په پاکستان د امنيت وضعه خرابېدلی شي او د ټي ټي پي د اعلان نه وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ بريدونه سيوا شوي دي.

څېړوونکي وايي د زيارت، پنجشنبې، د ورځې راپديخوا د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ د ډز بندۍ د ختمېدو نه پس په دوو ورځو کې ټي ټي پي د دريو بريدونو ذمه واري په غاړه اخېستې ده.

د افغان چارو څېړوونکي طاهر خان وویل که چېرې په پاکستان کې د ټي ټي پي فعالیتونه زیاتېږي نو په نتیجه کې یې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ مسلې پېدا کېدلی شي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې طاهر خان وويل هغه نه ويني چې افغان طالبان به په دې لړ کې څه کردار ادا کړي خو په دوحه، قطر، کې افغا طالبانو دا وعده کړې چى چا له به اجازه ورنکړى چى د افغانستان خاوره د بل هيواد په ضد استعمال شي

نوموړى وويل چى د اوربند نه وروستو بريدونه زيات شوي دى نو بيا خو به د پاکستان ضرور د طالبانو نه د غوښتنه وي چې ټي ټي بي منع کړي او که داسې نه کېږي نو دې سره به مسلې هم پيدا کيږي نو ځکه د افغان طالبانو ذمه واري جوړيږي چې خپل کردار ولوبوی

د دسمبر په نهمه ټي ټي پي د پاکستان حکومت سره د يو مياشت ډزبندى ختمه کړې او ویلي یې دي چې د حکومت سره یې چې کومه لوظنامه شوي وه د پاکستان پوځي او اسټيبلشمنټ په هغې کې پاتې راغلی

په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال حق نواز خان د ټي ټي پي په اړه د اطلاعاتو د وزيرخبرې یو سياسي بیان بولي او وايي چې دا مسله دومره اسانه نه ده ، افغان طالبان هم غواړي چې دا مسله حل شي او که د پخوا غوندې ټي ټي پي د افغانستان د خاورې نه خپل بريدونه جاري ساتي نو دې سره به د پاکستان حکومت او افغان طالبانو تر منځ اختلافات پيدا شي

د وي او ای ډيوه ريډيو سره خبرو کې حق نواز خان وويل که افغان طالبان د ټي ټي پي په ضد عملیات کوي نو يوه لار دا کيدی شي چې وسله وال یې داعش ته لاړ شي او دا به بيا افغانستان او هم پاکستان ته لویه مسله وي

د ځينو څيړونکو وينا ده چى د پاکستاني طالبانو او د پاکستان حکومت تر منځ د ډزبندۍ او خبرو بيا پېل کولو د پاره به افغان طالبان بيا هڅې پيلوى خو د افغان طالبانو لخوا په رسمي ډول په دغه اړه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی خو په وروستیو کې د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد عرب نيوز سره خبرو کې ويلي وو چى ټى ټى پى د تتظيم په هيڅ د امارات اسلامى برخه نه ده او نه د دوى اهداف يو شان دي