شاته

چارواکي: د موساخیل په کليوالو سيمو کې د ښځينه ويکسينټرانو نشتوالی په کېمپېن کې خنډان رامنځته کوي

د بلوچستان په موسا خېل ضلعې کې د صحت په دوو ويشتو مرکزونو کې د پوليو او شري ترڅنګ د یو شمېر نوور ناروغو په ضد د ماشومانو د ويکسين کار دوم لري خو چارواکي وايي د ضلعې په کليوالو سيمو کې د ښځينه ويکسينټرانو نشتوالی په کېمپېن کې خنډان رامنځته کوي.

د پي پي ايچ ای د موسا خېل ډي ايس ايم سيد امان شاه وي او اې ډيوه ته وويل، چې پي پي ايچ ای د بېلابېلو ناروغيو په مخنيوي کې کار کوي او په غرنۍ سيمو کې يې روغتيايي مرکزونه فعال ساتلي دي.

هغه وویل په ضلع کې په موجوده کمپېن کې د پي پي ايچ ای ټول کارکوونکي د ويکسين کار کوي. زه پخپله د کمپېن کار ګورم او په هره سيمه کې هڅه کوو چې د ماشومانو د ويکسين کار په سمه توګه سرته ورسېږي.

د کنګرۍ په سيمه کې په روغتيايي مرکز بي ايچ يو کې کارکوونکی ويکسينېټر حاجي بازګل وايي، چې هره ورځ له اتيا تر سلو ماشومان په مرکز کې ويکسين کېږي او اووه ټيمونه په ګنګرۍ سيمه کې کور په کور ګرځي، چې ماشومان ويکسين کړي.

د موسا خېل په لوغۍ سيمه کې کارکوونکې د نېشنل پروګرام ويکسينټره آمنه ګل وايي چې د ضلعې په اتلس يونين کونسلونو کې يوازي په ښار يا ټاون کې ښځينه ويکسينېټرې کار کوي خو په کليوالو سيمو کې نارينه ويکسينېټران کار کوي چې نه شي کولای پنځلس کلنې نجونې د شري پر ضد ويکسين کړي.

هغه وايي د ضلعې په اتلس يونين کونسلونو کې يوازي په پېنځه یا شپږ يونين کونسلونو کې ښځينه کارکوونکې دي. "که په ټولو يونين کونسلونو کې ښځينه ويکسينټرې کار وکړي، د کمپېن کار به ډېر اغېزمن شي."

د سيمې د روغتيا څانګې اي پي ای انچارج عبدالروف وايي، چې په سيمه کې خلک لوستي نه دي، ځکه نو دوی د پوليو رفيوزل يا انکاري دي. "د سيمې خلک نه غواړي په نارينه ويکسينټرانو خپل د لوی عمر نجونې ويکسين کړي."

هغه وايي "دا قبايلي سيمه ده، زموږ هر ويکسينېټر ټولو ماشومانو ته لاس رسی نه لري. زموږ زياتره ابادي په کليوالو سيمو کې ده. خو اتيا سلنه خلک په کليوالو سيمو کې مېشت دي. دلته درې لويې سيمې دي، درګ، کنګرۍ او راړه شم دي. موږ هڅه کړې، چې هر ماشوم ته ځان ورسوو."

د موساخېل د روغتيا چارواکي وايي، چې په ضلع کې په کمپېن کې دري دېرش زره ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي او اتيا زره ماشومان بيا د شري يا روبيلا پر ضد ويکسين کېږي، چې اوس اتيا فيصده ماشومان د يادو ناروغيو پر ضد ويکسين شوي دي

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.