شاته

دپټرولو دپمپونو هړتال،حکومت وایي ناجائزه غوښتنو ته به غاړه نه ږدي

د خيبر پښتونخوا پيټروليم ايسوسي ايشن چئيرمين عبدالماجد وایي په ملک کي د روانې ګرانۍ له کبله د پيټرولو يو ليټر کې پاتې کيدونکی دري فيصدي مارجن د پمپونو مالکانو ته واره نه کوې،

پاکستان کې دپيټروليم ډيلرانو اتحاديې ديو ليټر پيټرولو پسر دمنافعي سيوا کولو دپاره ټول هيواد کي کار بندیز پیل کړی، او زياتره دپيټرولو پمپونه د زیارت یا پنجشنبې د ورځې نه تړل شوي،خو د حکومتي کمپني پي ايس او ځېنې پمپونه بیا پرانستي پراته اؤ ځینې تړل شوي دي۔

د خيبر پښتونخوا پيټروليم ايسوسي ايشن چئيرمين عبدالماجد وایي په ملک کي د روانې ګرانۍ له کبله د پيټرولو يو ليټر کې پاتې کيدونکی دري فيصدي مارجن د پمپونو مالکانو ته واره نه کوې،

هغه وایي لګښتونه یې سيوا شويدي اؤ تر څو چې حکومت د يو ليټر پسر منافعه شپږ فيصدي نه وي لوړه کړي نو هړتال به هغه وخت پوري دوام لري۔

خو حکومت بیا وایي چې دپمپونو دمالکانو ناجائزه غوښتنو ته به غاړه نه ږدي اؤ که څوک غواړي چې حکومت به ورته دیو لیټر پسر نهه روپۍ مارجن سیوا کړي نو دا ناشونې ده.

دپټرولیم ایسوسي ایشن داتحادیې دصوبایي مشر عبدالماجد په وینا حکومت چې کوم مارجن هغوئ ته ورکوي په هغې موجوده ګرانۍ کې د پممونو خپل لګښتونه سرته رسول هم ګران شوي دي.

"د بجلي بلونه یو په دوه زیات شوي دي زمونږ د سټاف تنخوا دولسو زرو نه يوويشت زرو ته ورسول شوه، هر پمپ کي به ړومبی يو څوکيدار ؤ اوس د حکومت په احکاماتو څلورو ته رسول شوي دې، او دي سره حکومتي محکمو خپل ټيکسونه هم ډبل نه سيوا کړي دي‘‘

د پيتروليم ډيلرانو اتحاده وايي "حکومت د غوښتنو منلو باور راکړي ؤ د کوم وروسته چې د رواني مياشتي په پنځه نيټه مو اعلان کړي شوي هړتال بيرته اخستي و، خو حکومت په ژمنه کي پاتي راغلو او زمونږ جائزي غوښتني يې تر دي دمه سرته و نه رسولې"

د پيټرولو دپمپونو مالکان وايي د ايسوسي ايشن په پريکړه یې نن نه ټوله صوبه کې پمپونه په مکمله توګه تړلي دي ځکه چې دوئ ته دومره وټک نه پاتي کيږې چې پمپونو کي دکارکونکو مزدورانو يا نور لګښتونه پرې سر ته و رسوي.

دنوښار پبو سيمه کې د يو شخصې پمپ مالک ګل ولي شاه وايي موجوده حکومت کې د پيټروليم کاروبار کول ډېر ګران شوي دي حکومت ورځ تر بلي نرخونه سيوا کوې خو مالکانو ته تيرو دريوؤ کالو کې منافعه زياته نه کړي شوه۔

‘‘زمونږ دخپلو ملازمينو تنخا نه پوره کيږي، هلته سوشل ويلفئير والا راشي چې لا ددوئ تنخا نوره سيوا کړئ، حکومت خپله منافعه سيوا کوي خو مالک ته هيڅ نه ورکوې، د کوم له کبله چۍ اوس پيټرول پمپ چلول ګران شوي دې، نه پوهيږو چي کوم لوري ته لاړ شو‘‘

خو په عین حال کې دپاکستان د توانایۍ مرکزي وزیر حماد اظهر ویلي چې دپټرولو دپمپونو دمالکانو ځېنې ډلې دکاربندیز په ترڅ کې غواړي چې موجوده مارجن نهو روپو ته لوړ کړل شي.

هغه رسینو ته ویلي چې د څو کمپنیو د نازؤلو دپاره به نه خو حکومت مارجن نهو روپو ته لوړ کړي اؤ نه به ناجائزه غوښتنو منلو ته غاړه کښیږدي.

هغه ویلي په مارجن کې د زیاتوالي سپارښتنه د وړاندې څخه ای سي سي(اکنامک کوارډینیشن کمیټۍ) ته وړاندې کړل شوې ده اؤ په راتلونکې غونډه کې به پرې پکړه وشي خو ناجایزه غوښتنې به نه منل کیږي

بل لوري ته پيښور او دي سره تړلي سيمو نه رپوټونه ترلاسه شوي دي چې پمپونو بنديدو له کبله ځني ډېلرانو په بلیک مارکيټ کې پيټرول خرڅول شورو کړي دي او په زيات نرخ تيل خرڅوي۔

دپېښور‌ په یو پمپ کې دپټرولو اچولو په غرض ولاړ احتشام الحق ډيوه ته وایي "څو پمپونو ته لاړم خو چرته هم تيل نه ميلاويږي او عام اولس د مجبورۍ په حالت کي در په ديکې ګرځي"

نوموړي وايي د حکومت دغلطو فيصلو له امله نن اولس ستونزو سره مخ دی‘حکومت د قرضو ختمولو دپاره نورې قرضې اخلي او ګراني ختمولو دپاره ګراني نوره هم سيوا کوي