شاته

د پاکستان د اېټمي پروګرام د مبینه مرستې په سر امریکې په یو شمېر چینايي او پاکستاني کمپنو بندیزونه لګولي

د امريکې حکومت د پاکستان جوهري پروګرام سره د مبینه مرستو په سر د 16 چينايي او پاکستاني ادارو نومونه په تور نوملړ کى شامل کړي دي.

څيړونکي وايي د پاکستان جوهري طاقت په جوړيدو کې د چين کردار څه نوي خبره نه ده خو د امریکې ورستۍ پريکړه په افغانستان کى د پاکستان د کردار نه د امريکې ناخوښي څرګندوي او دا چې امريکا نور پاکستان ته د اتحادي هيواد په نظر نه ګوري.

د رویترز خبري ادارې د امریکې د تجارت وزارت د پاکستان اېټمي او بېلېسټک مزایل پروګرام سره تړلو شویو هلو ځلو په سر د ځینو چینايي او پاکستاني کمپنو نومونه د پابندیو په فهرست کې شامل کړي دي.

د چینايي او پاکستاني کمپنو ترڅنګ د امريکا حکومت د جاپان او سنګاپور کمپنيانو نومونه هم په تور نوملړ کى اچولي دي.

رویټرز خبري اداره وايي په مجموعي توګه 27 چینايي، جاپاني، پاکستاني او د سینګاپور ادارو نومون د امریکې د بندیزونو په فهرست کې شامل کړی شوي دي.

د امريکې د تجارت وزيرى جينا ريمانډو ويلي دغه پريکړه به د پاکستان جوهري پروګرام د حفاظت په سر د انديښنو د مخنيوي سره د روس او چين دفاعي ميدان کى پرمختګ مخه نيولو کى هم ګټه ور ثابيتيږي.

د دفاعي چارو څيړونکي ډاکټر عبدالحميد نٸير د امریکې فېصله د امريکا او چين ترمنځ د سيالۍ نتيجه بولي.

وي او اي ډيوه سره خبرو کى هغه وويل دا کيدلى شي چې پاکستان د جوهري وسلې د وړلو صلاحيت لرونکي آبدوز ترلاسه کوولو لپاره د چين څخه مرستو غرضي وي

نوموړي زياته کړه تور نوملړ کى شاملې کړی شوي کمپنۍ به امريکا کى کارو بار نشي کول او زيات امکان دى چې د امريکا د فشار لاندى يورپ او نور هيوادونه به هم دغه ادارو باندى بنديزونه ولګوي..

د چين حکومت د امريکا په دغه پريکړه سختې نيوکې کړي دي او دا یې رد کړې ده.

د چين خارجه وزارت د بنديزونو ښکار شویو چينايي کمپنيانو د دفاع کړې ده.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د چین د تجارت وزارت ترجمان شو جویټنګ د زیارت، پنچشنبې، په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل بېجنګ په چینايي کمپنو د بندیزونو مخالفت او په لړ کې به امریکې ته احتجاج کوي.

څېړوونکي وايي چين د نولس سوه اويایم د لسيزي راهسى د پاکستان سره جوهري ميدان کى مرستى کوي.

د چین او پاکستان تر منځ د شوي تړون د لاندې چين پاکستان کى پېنځه سول نيو کلير پلانټونه لګولي چى ترنه 1328 ميګاواټ بجلي تر لاسه کپږي.

د د فاعي چارو بل څيړونکى ډاکټر پرويز هودبوی وايي دا خبره هر چا ته معلومه ده چې د چين د مرستو نه بغير د پاکستان جوهري طاقت جوړيدل ناممکن وو او دا امريکا ته هم معلومه ده خو اوس بنديزونه ځکه لګوي چى امريکا د افغان طالبان سره مرستو په سر پاکستان له ځورونه ورکوول غواړي.

د وي او اى ډيوه سره خبرو کى هغه زياته کړه د امریکې د پريکړې نه دا خبره په ډاګه کيږي چې امريکا اوس پاکستان ته د اتحادي هېواد په نظر نه ګوري.

د امريکې د حکومت په فېصله د پاکستان غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی او په دى اړه د خارجه وزارت وياند عاصم افتخار د وي او اى ډيوه رابطو ته د ځواب ويلو نه ډډه کړې ده.