شاته

امریکا: د تور پوستي د وژنې په قضيه کې درې سپين پوستي قصور واره ګرځول شوي

د امریکې د جارجیا رياست يو عدالت د شورو/ چهارشنبې په ورځ د تور پوستي ځوان احمد اربري د وژنې په قضیه کې درې سپين پوستي کسان قصور واره ګرځولي دي. ويل شوي دغو درې واړه تورنو کسانو ته به اوس د راتلونکي کال په فرورۍ کې د قضيې په اورېدنه کې سزا اورول کيږي.

د وي او اې د رپورټ ترمخه دغو کسانو ته د عمر بند سزا اورول کېدی شي خو ويل شوي د قضيې جج به فېصله کوي چې د سزا په وخت ضمانت کېدی شي که نه شي کېدی.

د کال 2020 د فرورۍ په مياشت کې د جارجیا په ساحلي ښار برونزونک کې احمد اربري په داسې حال کې وژل شوی وو چې د هغه سره وسله نه وه او هغه په يو خوشي سړک په ډزو وژل شوی وو.

په لومړو کې دغه قضيې زياته پاملرنه وه ترلاسه کړې خو د دغه پېښې د يوې ويډيو مخې ته راتلو وروسته د اربري غېر فطري وژنه په امریکا کې د تور پوستو سره د نسلي بې انصافۍ د يوې پېښې په توګه وړاندې کړی شوې وه.

په دغه قضيه کې چې درې سپين پوستي قصور وار ګرځول شوي، ويل شوي دي د فېصلې نه وړاندې عدالت (جيوري) نزدې لس ساعته سلا مشورې کړي او د هغې وروسته یې ګرېګ مک مايکل، د هغه زوی ټرېوس مايکل او د محلې يو تن یې وليم روډي براين کواربری د وژنې قصور وار ګرځولي دي.

د فېصلې اورولو وروسته د اربري مور وېنډا کوپر جونز د عدالت نه بهر د راجمع شوو خلکو مننه کړې او ويلي يې دي هغې تمه نه لرله چې هغه به دغه ورځ وويني.

هغې ويلي دا يوه اوږده جګړه وه، دا مشکل وه خو خدای مهربان دی.

د فېصلې راتلو وروسته د امریکا صدر جوبايډن ويلي د اربري وژنه هغه خفه کوونکی ياد دی چې په امریکا کې د نسلي انصاف ترلاسه کولو دپاره څومره کار کول اوس هم پاتې دي.

بايډن ويلي، د تورنو کسانو قصور واره ګرځولو څخه دا مالوميږي چې زمونږ عدالتي نظام کار کوي، خو دا پوره نه دی، مونږ له به په راتلونکې کې په ګډه او يو شان کار کول وي، چرته چې څوک دا اندېښنه نه لري چې هغه به د خپل رنګ په وجه د تشدد ښکار کيږي.

ويل شوي د قضيې وکيلانو په دې بحث نه دی کړی چې دغه وژنه د نسلي تعصب په اساس شوې ده خو مرکزي چارواکو په تورنو کسانو تور لګولی چې هغوی اربري ځکه وژلی چې هغه تور پوستی وو.

(په رپورټ کې ځينې مواد د اې پي څخه اخستل شوي).