شاته

دامریکې،روس اؤ چین ځانګړو استازو جنرال باجوه سره دافغانستان په وضعیت خبرې کړي

افغانستان لپاره دامریکې.روس اؤ چین ځانګړو استازو دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه سره لیدنې کړي اؤ دافغانستان په روان وضعیت یې ورسره خبرې اترې کړي دي.

دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانګې له لوري دخپور شوي بیان له مخې جي ایچ کیو کې دپوځ دسرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه اؤ افغانستان دپاره دامریکې دځانګړي استازي تهامس ویسټ ترمنځ لیدنه کې د شريكې خوښې په چارو، د افغانستان په موجوده امنيتي صورتحال او په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په اړه خبرې اترې وشوې.

په دغه مهال جنرال باجوه ویلي چې پاکستان امریکا سره خپلو دوه اړخیزو اړیکو ته دوام ورکول غواړي او امریکا سره د اوږدې مودې او څو اړخیزو دوامداره اړیکو هیله لري.

دپوځ دبیان له مخې جنرال باجوه افغانستان کې دبشري ناورین د مخنیوي او د افغان ولس د اقتصادي پرمختګ لپاره په نړیواله کچه دهمغږي هڅو ته په دوام ورکولو ټینګار کړی.

بیان کې راغلي چې په دغه لیدنه کې افغانستان دپاره دامریکې ځانګړي استازي تهامس ویسټ دسیمې په ثبات اؤ دافغانستان په وضعیت کې د پاکستان د رول اؤ د سرحدونو د مدیریت لپاره د ځانګړو هڅو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې پاکستان سره به په هره کچه د ډیپلوماتیکو همکاریو د لا ښه والي لپاره خپل رول ولوبوي.

ایي ایس پي ار وایي چې افغانستان لپاره د روسیې ځانګړو استازي ضمیر کابلوف اؤ دچین استازي یوژیاونک هم دپوځ سرلښکر سره لیدلي اؤ دافغانستان په روان وضعیت کې یې ورسره دپاکستان په کردار خبرې کړې دي.

پوځ پخپل بیان کې ددغو ټولو لیدنو جذئیات نزدې یو شان ښودلي خو نه یې ده واضحه کړې چې د روسیې ،چین یا امریکا استازو دپاکستان په رول د ډاډ ښودلو ترڅنګ دپاکستان نه څه نورې غوښتنې هم کړي دي که نه؟

څېړونکي نظر لري چې دافغانستان په هکله دپاکستان ټول ګامونه ددغه هیواد دمنتخب حکومت پځائ دهیواد دطاقتور پوځ په خوښه اخستل کیږي.

دطالبانو لخوا په ۱۵م اګست دکابل نیولو نه سمدستي وروسته دپاکستان دحکومتي استازو پځائ ددغه هیواد داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي مشر جنرال فیض حمید دکابل سفر کړی ؤ.

دامریکې،چین اؤ روسیې ځانګړي استازي اؤ دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د ټرایکا پلس غونډې لپاره راټول شوي وؤ .

پاکستان کې د افغانستان په اړه ټرایکا پلس غونډه په داسې حال کې راجوړه شوې وه چې نړیواله ټولنه دطالبانو په لنډمهاله حکومت نیوکي لري اؤ د دوئ نه غوښتنه کوي چې خپل حکومت ته دټول شموله بڼې ورکولو ترڅنګ په دغه هیواد کې باید دښځو اؤ لږکیو حقونه خوندي کړي.

خو پاکستان لا تر اوسه ددې غوښتنې په ښکاره ټکو کې ملاتړ نه دی کړی اؤ دنړۍ نه غوښتنې کوي چې دطالبانو حکومت سره باید مرستې وکړي.

پاکستان دپیل راهسې دطالبانو په ملاتړ تورن دی اؤ وخت په وخت دافغانستان پخواني حکومت اؤ دنړۍ نورو هیوادونو دپاکستان نه غوښتنې کړي چې طالبان باید بشري حقونو مراعاتولو ته اړ کړي.

خو پاکستان چې لا یې دطالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی ، دریځ لري چې په طالبانو زیات اثر نه لري اؤ یوازې دسیمې دامن له خاطره افغانستان کې دسولې لپاره رول لوبوي.

د مردان عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور تیره ورځ وايس اف امريکا ډيوه ته ویلي وؤ په افغانستان کې د روان معاشي بحران مخنيوي لپاره بايد نړۍ د افغان اولس سره مرستې وکړي او ګاونډي ملکونه په افغانستان کې يو جمهوري نظام جوړولو لپاره په طالبانو فشار راوړي

خو دطالبانو دبهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د زیارت په ورځ اسلام اباد کې دیوې ناستې په مهال ویلي وؤ نړۍ باید پوهه شي چې په شلو کالو کې طالبانو فشار قبول نکړو نو اوس یې هم څوک دفشار دلارې نه شي مجبورولی.