شاته

باجوړ:بمي چاودنه کې دپولیسو دوه عسکر وژل شوي

دخالي په ورځ دباجوړ دپولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او عبدالصمد خان وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي دغه چاودنه د راغګان ډیم په حفاظت مامورو عسکرو باندې شوی چې پکې دعبداحیان اؤ سراج په نومونو دوه پولیس وژل شوي دي.

دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې د ریموټ کنټرول بم په چاودنه کې دوه پولیس عسکر وژل شوي دي

دخالي په ورځ دباجوړ دپولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او عبدالصمد خان وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي دغه چاودنه د راغګان ډیم په حفاظت مامورو عسکرو باندې شوی چې پکې دعبداحیان اؤ سراج په نومونو دوه پولیس وژل شوي دي.

هغه وویل په دغه ډیم کې دتیر اختر په موقعه دوه کشتۍ ډوبې شوې وې اؤ دهغې پېښې راپدیخوا پولیسو ددغه ډیم خواته دحفاظتي تدابیرو په توګه خپل عسکر ګمارلي وؤ چې نن په دغو عسکرو چاودنه شوې ده.

دپولیسو مشر وایي داسې ښکاري چې دا یوه د ریموټ کنټرول بمي چاودنه وي خو په سمدستي توګه لا پولیسو ته دپېښې دځائ څخه هیڅ شواهد په لاس نه دي ورغلي.

هغه وایي دپېښې سره سم دپولیسو اؤ قانون پځائ کوونکو ادارو ډلې دپېښې سیمې ته رسیدلي اؤ سیمه یې پخپله ګیره کې اخستې ده.

نوموړي وویل پولیسو پلټنې پیل کړي اؤ زر به یوې نتیجې ته ورسیږي چې پیښه کې څوک لاس لري؟

په سمدستي توګه لا ددې چاودنې پړه چا پغاړه نه ده اخستې .

تر دې وړاندې داکتوبر په ۲۰مه نیټه هم دباجوړ په وړاه ماموند تحصیل تیر بانډه ګۍ سیمه کې دسړک دغاړې یوې بمي چاودنه کې څلور عسکر وژل شوي وؤ چې ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې ده.

خو دا چاودنه په داسې حال کې شوې ده چې تیره اوونۍ پاکستان د ټي ټي پي سره دیو تړون له مخې دیوې میاشتې اوربند اعلان کړی دی.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز ډاکټر عرفان اشر ف ډیوه ته وايي پاکستاني طالبانو سره اکثر له معاهدې ماتې شوې دي اؤ ټي ټي پي سره اوسنۍ معاهده کې پارليمان اعتماد کې نه دی اخستل شوی او تر څو چې داسې معاهدو کې پارليمان په اعتماد کې نه وي اخستل شوی د معاهدې کاميابيدل ګران وي.

څيړونکي وايي پاکستاني طالبانو په وروستيو کې په پاکستان کې بريدونه سېوا کړي وو، او اوس د يوې مياشت اوور بند او د طالب قيديانو پريښودو خبره ښايي چې طالبان په خبرو کې برلاسي دي.

د خېبر پښتونخوا د داخله چارو پخوانې سيکټري اختر علي شاه وايي دوئ خوشبينه وو چي د افغان طالبانو راتلو سره به پاکستان کې امن راشي خو داسې ونه شوه،

وي او ای ډیوه سره خبرو کې تیره ورځ اختر علي شاه ویلي وؤ د طالبانو سره چې کومې معاهدې شوي د هغې څه موثره نتيجې نه دي راغلي.

هغه وويل د طالبانو سره چې څومره معاهدې شوي هغه ناکامه شوي او د معاهدو په وخت دغو ډلو ځان مضبوط کړی دی.