شاته

کوټه کې چاودنه شوې، لږ تر لږه شپږ تنه پکې ټپيان شوي

د بلوچستان صوبې د سر ښار کوټې په نوي کلي علاقه کې بمي چاودنه شوې چې پکې د څلورو ښځو په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان ټپيان شوي دي.

د پولیسو په وېنا دا چاودنه نن د خالي/ شنبې په ورځ (13نومبر) د نوي کلي په اول سټاپ شوې ده.

د پوليس چارواکو په خبره چاودېدونکي مواد په يو موټر سايکل کې اېښودی شوي او چاودل شوي دي.

د ځايي ميډيا ترمخه چاودنه د پولیس ګاډي ته نزدې شوې ده.

په پېښه کې ټپي کسان د کوټې سېول روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

په سمدستي ډول د چاودنې زمه واري چا نه ده منلې.

د پولیسو په وېنا د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

نن د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع کې هم يوه چاودنه شوې دوه پوليس سرتیري پکې وژل شوي دي.

دا چاودنې په داسې حال کې شوي چې تيره اوونۍ د پاکستان حکومت او لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان د خبرو ويلي او د يوې مياشتې د ډزبندۍ بيانونه يې خپاره کړي وو.