شاته

قطر به افغانستان کې د امریکا مفاداتو نمایندګي کوي

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن ویلي قطر به د ډسمبر د 31 نېټې نه پس په افغانستان کې د امریکې د مفاداتو نمایندګي کوي.

اېنتني بلېنکن او د قطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني په واشنګټن کې د امریکې په خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ کې یوه لوظنامه لاس لیک کړه چې ترمخه به یې قطر په افغانستان کې د امریکې "محافظ قوت" وي.

بلېنکن وویل قطر به په کابل کې په خپله سفارتخانه کې د امریکې د مفاداتو څانګه جوړوي چې د کونلسګرۍ خدمات به ورکوي او په افغانستان کې به د امریکې د سفارتي ودانیو حالت او د امنیت څارنه کوي.

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته په کابل کې د امریکې سفارتخانه تړل شوي ده.

قطر به په افغانستان کې د امریکې د خالي اسانتیاو د تحفظ نګراني هم کوي.

قطر د امریکی او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې مرسته کړې او د فریقېنو ترمنځ د امن معاهده هم په قطر کې لاس لیک شوي ده. افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته قطر افغانستان نه د امریکايي شهریانو او نورو خلکو په راوېستلو کې مرسته کړې ده.

د اګست د میاشت راهسې افغانستان نه 124000 پورې کسان راوېستل شوي دي او قریباً نیمايي کسان د قطر د لارې د قطر په جهازونو او د امریکې په پوځي جهازونو کې راوېستل شوي دي.

د یوې بلې معاهدې ترمخه قطر ویلي په عارضي به 8000 هغو افغانانو ته پناه ورکوي چې د خپلو ځانونو او کورنیو دپاره یې امریکې ته د مهاجرت دپاره خصوصي ویزو دپاره خواستونه ورکړي دي.