شاته

طالبان وایي افغانستان اوس یو غټ پوځ ته اړتیا نه لري

دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دتیر حکومت په مهال دملي اؤ دفاعي ځواکونو دسرتیرو یو وارې بیا دندو ته د راګرځولو نه په سپینو ټکو انکار کړی دی اؤ وایي اوس افغانستان دومره ستر پوځ ته اړتیا نه لري.

دمتقي په وینا “دا دبهرني مداخلت په نتیجه کې جوړه شوې اردو وه اؤ موږ دومره په ګڼ شمیر عسکرو ته ضرورت نه لرو”

د وي او ای اردو په ویب پاڼه دعائشه تنظیم دخپور شوي رپورټ له مخې دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر دا خبرې اسلام باد کې د راجوړې شوې یوې مذاکرې په مهال کړي دي.

په دغه مذاکره کې له هغه پوښتل شوي وؤ ایا د دوئ حکومت به طالب جګړه ماران اؤ دملي استخباراتو پخواني عسکر بیا دپوځ لیکو ته ورګډ کړي؟ ځکه چې نزدې وختونو کې طالبانو اشاره کړې وه چې واکمنۍ ته له رسیدو وروسته به په دې اړه غور کوي.

متقي یې په ځواب کې وویل” افغانستان یو وړوکي پوځ ته اړتیا لري چې هغې کې باید یوازې هغه څوک شامل وي چې خلوص اؤ وطن سره دمینې جذبه ولري”

مولوي امیر خان متقي چې دیوې شل کسیزه ډلې په مشرۍ داسلام اباد په سفر تلل ؤ دغلته یې پاکستاني چارواکو سره لیدنو کې دنورو چارو ترڅنګ دسوداګریزو لارو په پرانستلو هم خبرې اترې کړې دي اؤ د پنجشنبې په ورځ یې افغانستان دپاره دامریکې،چین اؤ روسیې دځانګړو استازو سره لیدنه هم کړې وه.

د رپورټ ترمخه کله چې دښاغلي متقي څخه افغانستان کې دټوله شموله حکومت اؤ دانساني حقونو دمراعاتولو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه دسختې لهجې په اختیارؤلو سره تور ولګولو چې نړیواله ټولنه دا معاملې دسیاسي موخو په اساس کاروي.

دهغه په وینا “تر پرونه چې مخالفه ډله(طالبان د وژلو جوګه ګڼل کیږي هغه مهال دا معامله (دانساني حقونو) دسرغړونې نه وه،خو نن دسرغړونې معامله ده “

هغه نړیوالې ورورولۍ ته دخبرداري په ورکولو سره وویل چې “په شلو کالو کې هم تاسو په دې پوهه نه شوئ چې په طالبانو دفشار راوړلو دا لارې چارې هیڅ ګټه نه شي ورکولی”

نوموړي دعوه وکړه چې دطالبانو موجوده حکومت کې ټولې خواوې ګډون لري خو نړیواله ټولنه هڅې کوي چې دطالبانو حکومت کې دهغوئ سیاسي مخالفین هم ورشامل کړي چې داسې له دې وړاندې کله هم نه دي شوي.

هغه وویل “موږ صدر(جو) بایډن ته کله هم دا نه دي ویلي چې هغه باید (پخوانی)صدر ټرمپ هم خپله کابینه کې شامل کړي”

دافغانستان په معاملو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي طالبانو تر اوسه خپله اداره کې داسې یو تن هم واک ته نه دی رسولی چې تړاؤ یې دطالبانو سره نه وي

دهغه په وینا “دوئ ۹۰فیصده هغه خلک په دندو ګمارلي چې یا خو دطالبانو کمانډران وؤ اؤ یا جګړه ماران اؤ پاتې ۱۰ فیصدي یې هغه خلک ځان سره اخستي ټولنیزو رسنیو اؤ نورو څانګو کې یې فعالیت لرلو خو د دوئ پلویان وؤ”

په ۱۵م اګست دطالبانو لخوا دکابل نیولو نه وروسته چې دوئ کوم لنډمهاله حکومت جوړ کړی نړیواله ټولنه اندېښنې ښایي چې په دغه حکومت کې یې ښځو،لږکیو اؤ ځوانانو ته استازیتوب نه دی ورکړی.

دنړۍ زیاتره هیوادونه په طالبانو ټینګار کوي چې خپل حکومت ته باید ټوله شموله بڼه ورکړي خو طالبان خپل حکومت ته ټول شموله وایي اؤ دریځ لري چې ټولو طبقاتو ته دهغوئ حقونه ورکوي

(د وي او ای اردو څخه په مننه)