شاته

د پي ټي اېم فعالان: پاکستان د پرتشدد ډلې سره معاهده کوي او په پرامنه تحریک بندېزونه لګوي

د‌ پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پي ټي اېم او تحریک لبېک نومې ډلې سره د حکومت د چلند په اړه سوالونه راپورته کړي او وايي د پاکستان د ائين او قانون سرغړونه یې نه ده کړې نو ولې یې نومونه حکومت د مشکوک ترهکرو په فهرست کې شامل کړي؟

تحریک لبیک پاکستان، ټي اېل پي، چې څو ورځې وړاندې يې د حکومت په ضد پرتشدد مظاهرو کې یې چارواکو د پولیس د شپږ عسکرو د وژل کېدو تصدیق کړی و، حکومت سره د معاهدې وروسته د ډلې مشر سعدحسن رضوي پشمول قریباً اته زره فعالان د ترهګرۍ د مخ نیوي قانون د څلورم شېډول نه وېستل شوي دي.

په پېښور کې مېشت قانون پوهه وکيل فرهاد افريدی د ټي اېل پې په اړه د حکومت دریځ د اندېښنې ور بولي.

د ټي اېل پي برعکس، فرهاد افریدی وايي د پښتنو په سیمه کې پرامنه احتجاج کونکي تنظيم پشتون تحفظ مومنټ د فعالانو او مشر په ضد مقدمې جوړې شوي دي، تورونه پرې لګولی شوي دي او د پي ټي اېم د ډېرو فعالانو نومونه اوس هم لا په شېډول فور کې دي.

هغه وايي په پاکستان کې خلک دا تور لګوي چې پي ټي اېم يا دغه شان قامپرست تنظيمونه د لسانيت يا د ژبې او کلتور پر بنياد په پاکستان کې د مختلفو قامونو ترمنځ نفرت خوروي.

منظور پښتین
منظور پښتین

فرهاد افریدی وايي د پنجاب خلک که انتهايي اقدامات هم وکړي، ترهګري دې ولې ونه کړي او سرکاري املاکو او خلکو ته زيان ولې ونه ورسوي هغوي سره به دا رياست روغه هم کوي او هغوي سره به په امن او خوشالۍ خبره هم کوي بلخوا د پښتنو د سيمي يا د نورو مظلومه قامونو خلک که پرامنه احتجاج وکړي او يا پرامنه ډول خبره وکړي، د حقوقو خبره وکړي، د ائين او قانون خبره وکړي نو هغوي سره داسې چال چلند کيږي او داسې ګامونه یې په ضد اخیستل شروع شي چې هغه دوی په خپله احساس محرومۍ ته غورځوي.

فرهاد افريدی وايي چې د پاکستان په ائين کې په امتيازي سلوک قدغن دی خو رياست د خپل قانون په خپله خلاف ورزي کوي او د پي ټي اېم کوم ځوانان او تعليم يافته ملګري چې نامې يې په شېډول فور کې اچولی شوي دي پکار ده چې د دغه فهرست نه د هغوي نومونه وويستل شي.

د پي ټي اېم فعال ادريس محسود وايي د تېرو شپږو مياشتو راهسې يې نوم په شېډول فور کې دی. هغه پوښتنه کوي چې ولې د پرامنه خلکو نومونه په شېډول فور کې اچولی شوي دي او کوم تنظيم چې پرتشدده احتجاجونه کړي او د پوليس د وژلو الزام دې پې هغوي ازاد کړی شوي دي.

"زمونږ ګناه يواځې دا ده چې مونږ پښتانه يو، د پښتنو حقونو غواړو، د پښتنو د وژنې پر ضد راوتي يو او د پښتنو پر ضد چې کوم ظلمونه روان دي د هغې پر ضد جدوجهد کوو," هغه وویل.

په دغه اړه د خېبرپښتونخوا د حکومت د اړونده چارواکو نه وخت په وخت پوښتنې شوي دي خو وي او ای ډیوه سره یې څه دریځ نه دی شریک کړی.

د الجزيره ټېلې وژن د رپورټ ترمخه، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ټي اېل پي سره د معاهدې په اړه ويلي چې د قامي مفاداتو د تحفظ په غرض شوي ده او ډلې لوظ کړی چې تشدد به نه کوي.

څېړونکي وايي صوبايي حکومت دا قانوني اختیار لري چې د یو کس نوم د شېډول فور نه لرې کړي.

د جنوبي وزيرستان شاه فېصل غازي چې د ګومل پوهنتون نه يې د قانون زده کړې کړي وايي د پي ټي اېم د لارې هغوي د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کړی دی خو حکومت په دوي قدغنونه لګولي دي.

هغه وايي ټي اېل پي لاريون وکړو، خلک يې وويشتل، پوليس يې وويشتل، لارې يې بندې کړې، خلکو له يې تکليف ورکړو، د سرکار املاکو ته يې زيان ورسو خو د دې باوجود حکومت ورسره معاهده وکړه.

شاه فېصل وايي د دوي په سیمه کې د بې امنۍ دلاسه د خلکو کورونه او کاروبارونه تباه شوي دي خو "د دې پرته هم مونږ يواځې دا غوښتنه کړې ده چې مونږ امن غواړو، مونږ ژوند غواړو. مونږ دا ظلم او زياتی نه غواړو. دې حکومت هم په دغه وجه زمونږ نومونه په شېډول فور کې واچول."

د جنوبي وزيرستان د پي ټي اېم بل غړی زوهېب پشتين وايي چې څه شپږ مياشتې وړاندې د هغه او د څلورو نورو ملګرو نومونه په شېډول فور کې شامل کړی شول

هغه وايي د خېبرپښتونخوا هوم ډېپارټمنټ ته یې خط وليکلو چې ولې یې نومونه په شېډول فور کې اچولی شوي دي؟ خو تر اوسه ورته جواب نه دی ورکړی شوی.

زوهېب پشتین وايي د صوبې د هوم ډپارټمنټ نه د جواب نه ترلاسه کېدو وروسته يې په ډېره اسماعيل خان کې عدالت ته خپله مقدمه وړې ده خو هغه زیاتوي پينځه مياشتې کيږي چې په مقدمه کې یې یوه پېشي هم نه ده شوې.

د زوهېب ترمخه په شېډول فور کې یې د نوم له امله شناختي کارډ، موبایل سېم او اکاونټ هم بند شوي دي. "د شېډول فور نه زما سره ټول ملګري د ډېرو ستونزو سره مخامخ دي."

جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلي غړی علي وزیر
جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلي غړی علي وزیر

زوهېب پشتين وايي شېډول فور کې د هغو خلکو نومونه اچولی کيږي چې پرتشدده وي او يا ترې رياستي ادارو ته خطره وي. په شېډول فور کې شامل کسانو قانون امنیتي ادارې نظر ساتي. “مونږ په دې نه پوهيږو چې د پرامنه او د ائين، قانون او حقوقو لپاره خبره کونکي خلکو نومونه په دې کې ولې اچولی کيږي

د پارلېمان پخواني غړي او پښتون سياست مدار افراسياب خټک نه چې کله د سعد رضوي د شېډول فور نه نوم ويستلو او د پي ټي اېم د غړو نومونه په دغه فهرست کې د ساتلو په حقله پوښتنه وشوه نو هغه وویل داسې منظم او پرله پسې امتيازي سلوک د بېګانګۍ او يواځې کولو وجه جوړيږي.

ټي اېل پي سره د معاهدې وروسته د پاکستان حکومت د ټي اېل پي مشر سعد حسېن رضوي نوم د شېډول فور نه لرې کړی، د تنظيم څه 2100 فعالان يې د زندان نه راخلاص کړي، ډلې د کالعدم حېثيت یې ختم کړی او د دې په نتیجه کې یې د 8000 د ډلې زیاتو فعالانو نومونه د شېډول فور نه لرې کړی شوي دي.

د پي ټي اېم فعالان وايي د تحريک مشر منظور پشتين او د هغه د نورو ملګرو پر ضد د غدارۍ مقدمې درج دي او جنوبي وزیرستان نه د پي ټي اېم پلوي د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير پشمول ډېر فعالان يې په زندان کې د ډېرې مودې راهسې بند دي.