شاته

دپاکستاني روپۍ مقابله کې دډالر نرخ بیا په بره روان شوی

دپاکستاني روپۍ په مقابله کې د ډالر نرخ یو ځل بیا په بره تللی اؤ رسنۍ وایي چې دجمعې په ورځ دبینکونو دننه یو ډالر په ۱۷۶ پاکستاني روپیو پلورل شوی دی.

تیره میاشت هم پاکستان کې دامریکایي ډالر نرخ په بره ختلی ؤ خو د وزیراعظم عمران خان دسعودي عرب په سفر کې دسعودي لخوا پاکستان ته دپور ورکولو دخبرونو مخې ته د راتلو نه وروسته یو وارې بیا د ډالر نرخ په ښکته روان شوی ؤ.

دپاکستاني رسنۍ ایکسپریس د رپورټ له مخې دجمعې په ورځ دکاروبار په پیل کې په مارکیټ کې د ډالر په نرخ کې دوه روپۍ اضافه ولیدل شوه اؤ یو ډالر په ۱۷۴ روپو اؤ شلو پیسو تبادله شو خو څه شیبه وروسته ددې نرخ کې ۱۷پیسې نوره اضافه هم وشوه اؤ د ډالر نرخ ۱۷۴ روپو اؤ ۳۷پیسو ته وختلو.

رپورټ کې ویل شوي چې تیره ورځ په انټر بینک مارکیټ کې د ډالر نرخ ۱۷۶ روپو ته رسیدلی ؤ خو په خلاص مارکیټ کې بیا یو ډالر په ۱۷۶ روپو اؤ ۵۰پیسو تبادله شوی.

داقتصادي چارو څېړونکي پرله پسې د پاکستاني روپۍ د ارزښت غورځېدو ستر علت دهیواد دتازه اکاونټ خساره کې زیاتوالی ښایي اؤ وایي چې د ډالر د نرخ ختلو سره به درامداي شیان نور هم ګران شي چې له امله دپاکستان دننه دګرانۍ یو نوی بهیر رامخې ته کیدای شي.

خو په پاکستان کې د روپو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د روپۍ د قدر کمېدو بنيادي علت د افغانستان حالات دي.

وي او اې ډیوه سره په دې وروستیو کې دخبرو په مهال هغه ویلي وؤ ، د کله نه چې طالبانو افغانستان نيولی او امریکې ورله اکاونټونه تړلي دي اوس د افغانستان بېنکونه بند دي او ټول انحصار يې په پاکستان دی.

د ټريبيون ورځپاڼې د خبر ترمخه د پاکستان مرکزي بېنک د جون د میاشتې د نيمايۍ څخه د ستمبر پورې یو اعشاريه دوه بلينه ډالر انټر بېنک مارکیټ ته ورکړي چې د روپۍ غورځېدل ودروي خو دغه رقم هیڅ کار نه دی کړی.