شاته

پاکستاني طالبان د معاهدو وروسته بيا پیاوړي شي؟ د څيړونکو نظر

څيړونکي وايي د پاکستاني طالبانو سره وړاندې شوې معاهدې ناکامه شوي دي او د دغه تنظيم سره چې کله هم معاهدې شوي په دغه وخت کې يې بيا ځان نور پیاوړی کړی دی، او دا ځل چې هم د طالبانو سره مذاکرات د پارلیمان د مشورې پرته روان دي کم امکان لري چې اولسي ملاتړ ترلاسه کړي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز ډاکټر عرفان اشر ف وايي پاکستاني طالبانو سره اکثر له معاهدې ماتې شوې دي، د دې معاهدې په اړه پارليمان اعتماد کې نه دې اخستل شوې او تر څو چې داسې معاهدو کې پارليمان په اعتماد کې نه وي اخستل شوي د معاهدې کاميابيدل ګران وي۔

وي اواې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير په جېل کې دی، محسن داوړ در په در ګرځي، د فواد چودري په شان وزیران د مذاکراتو په اړه خبرې کوي او د جزياتو په اړه یې د جرنلسټانو د پوښتنو ځوابونه نه شي ورکولی.

څيړونکي وايي پاکستاني طالبانو په وروستيو کې په پاکستان کې بريدونه سېوا کړي وو، او اوس د يوې مياشت اوور بند او د طالب قيديانو پريښودو خبره ښايي چې طالبان په خبرو کې برلاسي دي.

د خېبر پښتونخوا د داخله چارو پخوانې سيکټري اختر علي شاه وايي دوي خوشبينه وو چي د افغان طالبانو راتلو سره به پاکستان کې امن راشي خو داسې ونه شوه، اختر علي شاه وويل د طالبانو سره چې کومې معاهدې شوي د هغې څه موثره نتيجې نه دي راغلي.

هغه وويل د طالبانو سره چې څومره معاهدې شوي هغه ناکامه شوي او د معاهدو په وخت دغو ډلو ځان مظبوط کړی دی.

طالبانو سره په تيرو وختونو کې شوې معاهدې

په کال 2004 کې د جنوبي وزيرستان د طالبانو د مشر نېک محمد د هغه وخت ځايي پوځي مشر جي او سي صفدر حسېن د امن معاهده کړې وه.

په دې معاهده کې ويل شوي وو چې وسله وال به د پاکستان پرضد عمليات نه کوي، خو په 16 جون بيا په یو بريد کې نېک محمد وژل شوی وو، او دغه معاهده بيا ماته شوې وه.

په 2005 کې د جنوبي وزیرستان په سرا روغه کې د بېت الله مسيد سره پوځ او ځايي انتظاميې معاهده کړې وه، هغه وخت بېت الله مسيد د تحريک طالبان پاکستان مشر نه وو، په دغه معاهده کې ویل شوي وو چې د بېت الله مسيد کسان په پاکستاني تاسياستو بريدونه نه کوي، بهرنيانو ته به ځای نه ورکوي، او خپل فعاليتونه به نورو سيمو ته نه غځوي.

او بيا په 2007 کې بېت الله مسيد په ټول ملک کې د تحریک طالبان پاکستان ډله اعلان کړه او دغه معاهده ختمه شوه. او بېت الله مسيد بيا په کال 2009 کې د جنوبي وزيرستان په شکتویي تحصيل کې په امریکايي ډرون بريد کې وژل شوی وو.

په 2006 کې د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د مولوي نذير سره پوځ او پوليټيکل انتظاميې معاهده کړې او هغه معاهده تراوسه پورې په ځای ده، په دغه معاهده کې د علاقې امنيت دې ډلې ته سپارل شوی وو او ويل شوي وو چې دا ډله به په پاکستان کې بريدونه نه کوي.

ویل کيږي د مولوي نذير ډله په افغانستان کې د بریدونو پلوي ده.

مولوي نذير بيا په کال 2013 کې په امریکايي ډرون بريد کې د جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک سيمه کې وژل شوی وو.

په 2007 کې د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې دغه ډول معاهده د حافظ ګل بهادر ډلې سره شوې وه او دغه معاهده هم د لکه د مولوي نذير سره د شوې معاهدې په څېر وه، د کال 2014 پورې دغه معاهده په ځای وه، خو له هغې څو مياشتې وړاندې دغه معاهده ختمه شوه چې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب پوځي عملیات پېل کول.

په کال 2009 کې د هغه وخت د خېبرپښتونخوا د عوامي نيشنل ګوند حکومت په سوات کې د ملا فضل الله (چې د رېډيو ملا په نوم ياد وو) سره معاهده کړې وه خو دغه معاهده هم بيا ماته شوې وه.

ملا فضل الله په کال 2013 کې د تحريک طالبان پاکستان د مشر حکيم الله مسيد د وژلو وروسته د ټي ټي پي مشر جوړ کړی شوی او هغه بيا په کال 2018 کې د افغانستان په کنړ سيمه کې په امریکايي ډرون بريد کې وژل شوی وو.

په دې مينځ کې چې د پاکستان حکومت، پوځ او ځايي انتظاميو د طالبانو سره وخت په وخت معاهدې کړي په دغه مهال پوځي عملیات هم شوي وو، لکه په کال 2004 کې د پاکستان پوځ د جنوبي وزیرستان د واڼې سيمې په کلوشه علاقه کې وړومبی عملیات کړي او بيا په کال 2009 کې دغلته د راه نجات په نوم پراخه عملیات شوي وو.

له دغې وروسته په سوات کې په کال 2009 کې د راه راست په نوم هم پوځي عمليات شوي او په کال 2014 کې بيا پوځ په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم عملیات کړي او دغه عمليات بيا خېبر ته د خېبر ون په نوم غځول شوي وو

له دې نه علاوه د پاکستان پوځ د وسله والو تندلارو پرضد په باجوړ، مومندو، کرمه، اورکزۍ او نورو علاقو کې هم په نورو نومونو عملیات ترسره کړي دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی