شاته

د بدو اغېزو نه بچ کېدو دپاره دې سيمه ييز هېوادونه په طالبانو د ټولشموله حکومت فشار واچوي، څيړونکي وايي

څېړونکي وايي په افغانستان کې د بشري حقونو خوندي کولو او يو ټولشموله حکومت جوړولو لپاره د ټرايکا پلس غونډې په څېر د علاقايي او يورپي ملکونو لخوا جوړ کړل شويو نورو تنظيمونوغونډې کول هم مهم دي.

د څيړونکو په وېنا په افغانستان کې واکمن افغان طالبان په خپلو ژمنو عملي کولو مجبوره نه کړی شو او د زيات وخت لپاره د نړۍ څخه يوازې پاتې شو نو د افغانستان اقتصادي بحران او د حکومت کمزورې عملدارۍ بدې اغېزې به د مهاجرينو، قاچاق او د ترهګرۍ په شکل کې په ګاونډې هېوادونو پرېوځي.

د پېښور پوهنتون د نړي والو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وايي،" که يورپي يونين راوخلې بيا په دې علاقه کې د شينګايي تعاون تنظيم، د مسلمانانو تنظيم او ايي سي نو دا يو څلور پينځه غټ تنظيمونه دي نو طالبان دې هم دې استعمال وکړي او دنيا دې هم استعمال وکړي، نو که خبره جوړېږي نو يو خو چي کوم انساني بحران راروان دی نو دې نه به بچ شي او بله خبره دا ده که طالبان ښه شوي وي نو دنيا ته به پته ولګي او که نه وي ښه شوي نو زما خيال دا دی چې دوه درېو کالو کې به خامخا د دې نظام نه وځي او نور خلک به په افغانستان کې حکومت جوړ کړي".

دوه ورځنۍ ټرايکا پلس غونډه په اسلام اباد کې ترسره شوې چې پکې د امريکې، روس، چين، او پاکستاني چارواکو ګډون کړی دی، د پاکستان خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان کې ويلي شوي چې د ټرايکا پلس نمائندګانو د افغان طالبانو چارواکو سره هم په غېر رسمي ډول ملاقات کړی دی، په دغه غونډه کې د افغانستان په موجوده انساني او معاشي صورت حال باندې بحثونه شوي دي.

د مردان عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وايس اف امريکا ډيوه ته وايي په افغانستان کې د روان معاشي بحران مخنيوي لپاره بايد نړۍ د افغان اولس سره مرستې وکړي او ګاونډي ملکونه په افغانستان کې يو جمهوري نظام جوړولو لپاره په طالبانو زور واچوي.

نوموړی وايي"يو خو دا چې اوس د افغانستان سره په نزديو کې امداد وکړل شي هغه که په رسمي توګه تسليمول نه هم، خلک هغه ډيفېکټيو چې ورته وايي هغه تسليمول دې وکړي او په هغې کې دا وي چې د نړۍ نور مفاد په هغه ملک کې شامل وي نو هغه ضروري وي، دوېمه دا چې دې ملکونو له ناسته پکار ده چې په طالبانو فشار راولي چې دوي د شموليتي حکومت لپاره اعلان وکړي او يو تګلاره ورله جوړه کړي".

نوموړي زياته کړه که چري طالبانو د نړۍ غوښتنې و نه منلي او هم دغه شان يوازې پاتې شول نو انساني او معاشي بحران به يې ګاونډي هېوادونه هم ډېر اغېزمن کړي.

د نوموړي په وېنا" دا دعش خراسان فعاليتونه په افغانستان او ګاونډې هېوادونو کې سېوا کېدلی شي، او ورسره سم د علاقې په اقتصاد باندې اثر راتلی شي".

ډاکټر عبدالشکور وايي که په افغانستان کې قحط راځي او افغانستان نه خلک هجرت کوي نو معاشي او سياسي خراب اثر به يي په پاکستان او ګاونډي هېوادونو هم پرېوځي.

افغان طالبانو د اګست په 15 مه د کابل واک ترلاسه کولو وروسته په 7م ستمبر په افغانستان کې خپل لنډ مهاله حکومت اعلان کړی چې په کابينه کې يې مېرمنې نمایندګي نه لري.

د مطبوعاتو ترمخه افغان طالبانو ژمنه کړې چې د بشري حقونو ساتنه به کوي، او ښځو ته به د تعلیم او کار کولو حق او اجازت وي چې په دې توګه د طالبانو حکومت د نړېوالې ټولنې برخه وګرځي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.