شاته

د صدر بایډن او صدر اردوان ملاقات – امریکا او ترکي غواړي اختلافات هوار کړي

د امریکې صدر جو بایډن په اېټلي کې د ترکي له صدر رجب طیب اردوان سره کتلي او د افغانستان د حالاتو سربېره، یو شمېر نورو اهمو موضوعاتو باندې یې ورسره خبرې کړې دي.

په داسې حال کې چې د واشنګټن او انقرې ترمنځ کشیدګۍ او سټراټېجېک اختلافات زیات شوي دي، د وایټ هاوس چارواکو ویلي چې صدر بایډن د اتوار/یکشنبې په ورځ په روم کې د جي-ټونټي د سرمشریزې غونډې په څنډه کې د ترکي له صدر اردوان سره "ډېرې رغوونکې خبرې" کړي دي.

د بایډن انتظامیې یو جګپوړي چارواکي خبریالانو ته ویلي، "صدر [بایډن] خپل دا خواهش واضحه کړ چې د ترکي سره رغوونکې تعلقات او د یوې داسې اغېزمنې لارې موندل غواړي چې خپل اختلافات ورباندې حل کړو."

د وایټ هاوس دې چارواکي زیاته کړه چې د بایډن او اردوان ترمنځ د خبرو موضوعات، د افغانستان، شام، لیبیا، او جنوبي قفقاز حالات، او همدا راز موسمي بدلون، بشري حقونه او د اېف-۱۶ جنګي جهازونو د اخېستلو دپاره د ترکي درخواست و.

په کال ۲۰۱۹ کې چې کله ډانلډ ټرمپ د امریکې صدر و، پنټاګان په دې خاطر ترکي د اېف-۳۵ جهازونو د پروګرامه وایستله چې ترکي د روس نه اېس-۴۰۰ ډوله فضایي ضد سیسټم واخیست. اوس انقره غواړي چې د امریکې د لاکهیډمارټین کمپنۍ نه، څلوېښت (۴۰) اېف-۱۶ جټ جهازونه او د خپلو موجوده جنګي جهازونو دپاره د جدیدکارۍ اتیا (۸۰) بستې واخلي.

د امریکا د کانګرس غړو د بایډن له انتظامیې غوښتي چې ترکي ته دې د دې جهازونو د اخیستلو اجازت نه ورکوي، ځکه د هغو په وینا، ترکي "د یو غلیم په شان رویه" کړې ده.

اې پي خبرې ادارې ویلي، د اتوار/یکشنبې ورځې په ملاقات کې صدر بایډن په ترکي کې د بشري حقونو او د قانون د حکمرانۍ په اړه هم فکرمندي وښوده.

بل اړخ ته د صدر اردوان دفتر په یو بیان کې ویلي چې دا ملاقات په یو "ډېر مثبت ماحول" کې ترسره شو او دواړو مشرانو په شریکه دا عزم څرګند کړ چې "د امریکې او ترکي ترمنځ تعلقات لا نور هم مضبوطه او بهتره کړي."

تر دې وړاندې د امریکې صدر جو بایډن او د ترکي صدر رجیب طیب اردوان په تېر جون میاشت کې د نېټو په یوې غونډې کې سره لیدلي و او هلته یې په دې بحث کړی و چې که ترکي وکړی شي د کابل ائیرپورټ چارې سمبالې کړي، خو چې طالبانو د اګسټ په نیمایي کې په کابل قبضه ولګوله، نو هغه پلان هم په اوبو لاهو شو.