شاته

امرالله صالح:طالبان په نړۍ دځان منلو لپاره دپاکستان کړنې کوي

داشرف غني په حکومت کې د ولسمشر وړومبی مرستیال امرالله صالح چې اوس ځان دافغانستان موقت ولسمشر بولي،وایي طالبانو په نړۍ ځان منلو لپاره دپاکستان کړنو ته لاس اچولی دی.

ښاغلی صالح وایي طالبانو نړۍ ته پیغام ورکړی چې که دوئ په رسمیت ومنل شي نو بد به پاتې شي اؤ که چرې نړۍ داسې ونکړي نو هغوئ به پسې دبدو نه هم بدتر شي .

الله صالح دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې دشنبې په ورځ دطالبانو ویاند اؤ داطلاعاتو د وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد کابل کې دیوې خبري غونډې په مهال وویل "امریکې ته مو پیغام دا دی چې که زموږ د حکومت نه تسلیمول دوام ولري، د افغانستان ستونزې به هم دوام لري او دا د ټولې سیمې ستونزه ده او د نړۍ په ستونزه هم بدلېدای شي"

د یکشبنې په ورځ امرالله صالح دطالبانو دغه څرګندونو ته په ټویټر خپل غبرګون کې لیکلي "اصلاً نړۍ ته دطالبانو پیغام دا دی چې که تاسو موږ ونه وپیژنئ نو موږ به د حقوقو او ارزښتونو په برخه کې له بدو بد پاتې کیږو. که تاسو موږ وپیژنئ نو بیا به هم بد یو خو لږ بد به پاتې کیږو "

امرالله صالح وایي دطالبانو دا دریځ په اصل کې دپاکستان دهغه کړنې یو دقیق نقل دی چې پاکستان نړۍ ته وایي که تاسو موږ ته ډالر راکړئ نو موږ به یوازې بد پاتې شو اؤ که ډالر رانه کړئ نو له بدو به هم بدتر پاتې کیږو.

امرالله صالح تل دپاکستان په کړنو سختې نیوکې کړي اؤ په افغانستان داشرف غني حکومت د واکمنۍ په دوره کې یې هم تورونه لګول چې طالبان اؤ نورې ترهګرې ډلې دپاکستان په ملاتړ افغانستان کې ترهګري کوي.

خو پاکستان تل د امرالله صالح دا تورونه رد کړي اؤ دریځ یې خپل کړی چې دیو ګاونډي هیواد په توګه افغانستان کې دامن اؤ سولې پلوي دی ځکه چې افغانستان کې سوله دپاکستان په ګټه ده.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړېدو څه کم دوه میاشتې کېږي خو لا هم د نړۍ هیڅ یو هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبانو پر امریکا او نورو هېوادونو غږ کړی چې د دوئ حکومت په رسمیت ومني اؤ وایي که د دوئ حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي او د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې نه شي نو دا به نه یوازې افغانستان بلکې نورې نړۍ ته هم ستونزې جوړې کړي.

طالبانو په داسې وخت کې له نړۍ د دوئ د حکومت د منلو غوښتنه کړې چې ښځې او اقلیتونه لا هم د دوئ په حکومت کې برخه نه لري، د نجونو منځنۍ او د لوړو زده کړو تعلیمي ادارې تړلي او ښځې په بشپړه توګه د کار اجازه نه لري.