شاته

عالمزیب مسید اؤ دپي‌ ټي ایم نور فعالین جنوبي وزیرستان ته دسفر په مهال امنیتي ځواکونو نیولي

دپښتون ژغورنې غورځنګ وایي دهغوئ دتحریک وتلی فعال اؤ قبایلي ضلعو نه په جبر دبې درکه کړل شوؤ کسانو په حق کې غږ پورته کوونکی ښاغلی عالمزیب مسید اؤ دهغه نور درې ملګري جنوبي وزیرستان ته دسفر په مهال امنیتي ځواکونو نیولي‌ دي اؤ دټانک پولیسو ته یې سپارلي دي.

دټانک دپولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او دهغوئ دنیول کیدو پخلی کړی اؤ وایي پولیسو په عالمزیب اؤ دهغه په نورو نیول شوؤ ملګرو د امنیتي ځواکونو په وینا “کار سرکار” کې دمداخلت مقدمه درج کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دټانک سیمې کوارډینیټر ښاغلی شاه فیصل غازي چې دنیول کیدو په مهال دعالمزیب مسید سره ملګري ؤ، وایي دوئ دخالي یا شنبې په ورځ جنوبي وزیرستان ته یوې فاتحې له روان وؤ چې دایف سي ځواکونو په خرګئ امنیتي پوسته عالمزیب مسید اؤ دپي ټي ایم نور فعالین ونیول.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي شاه فیصل غازي ویلي “دپي ټي ایم دجنوبي وزیرستان د کوارډینیټر رحمت شاه مسید مور وفات شوې وه مونږ دهغې جنازې له تللي وؤ اؤ کله چې د جنازې نه بیرته راتلو نو په خرګئ چیک پوسټ رانه عالمزیب مسید،بلال،اسحاق اؤ دګاډي ډارئیور دایف سي ځواکونو ونیول”

هغه وویل له نیول کیدو وروسته عالمزیب مسید اؤ دهغه سره نور نیول شوي کسان امنیتي ځواکونو ټانک ته بوتللي اؤ هلته یې پولیسو ته سپارلي دي.

ډیوه چې کله د دوئ دنیونې په هکله دټانک دپولیسو ضلعي مشر یا ډي پي‌ او سجاد صاحبزاده نه پوښتنه وکړه چې یاد کسان په کوم جرم نیول شوي؟ نو هغه وویل” دوئ مونږ ته سیکورټي فورسز سپارلي اؤ دهغوئ دا وینا ده چې دوئ په چیک پوسټ دفورسز سره ډیره بدتمیزي کړې ده اؤ هلته یې اشتعال انګیزه نعرې وهلې دي”

دپولیسو مشر وايي دنیول شوؤ کسانو په ضد یوازې دسرکار چارو کې دمداخلې په اساس مقدمه درج کړل شوې اؤ بیا عدالت ته وړاندې کړل شوي دي دي.

دښاغلي شاه فیصل په وینا نن اتوار سرکاري رخصتي ده اؤ سبا به دنیول شوؤ تنانو ضمانت وشي.

ډي پي او سجاد صاحبزاده هم ډیوه ته تصدیق کړه چې دعالمزیب مسید اؤ دهغه په ملګرو پولیسو کومه دفعه لګولې ده هغې کې د دوئ ضمانت دعدالت څخه شونې دی.

د ادریس پشتین په نوم د پي‌ ټي ایم فعال په ټویټر لیکلي دعالمزیب مسید اؤ دپي ټي ایم دنورو فعالینو له نیول کیدو ورسته په زولنو کې اخستل شوی یو عکس په ټویټر خپور کړی اؤ ورته یې لیکلي تاسو که یوازې وزیرستان ته سفر وکړئ نو په دې به هم ونیول شئ،

هغه وایي دکډوالۍ دڅو کاله ژوند کولو وروسته هم مونږ خپلې خاورې ته نه پرېښودل کیږو.

دعالمزیب مسید په ګډون تر دې وړاندې هم دپي‌ ټي ایم مشران اؤ فعالین وخت په وخت دمختلفو تورونو په اساس امنیتي ځواکونو نیولي ،مقدمې یې پرې درج کړي اؤ زندانونو ته یې اچولي دي.