شاته

د امریکا او ترکیې د کړکیچنو اړیکو سره سره بایډن او اردوغان ملاقات وکړ 

د امریکا و متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم ۹) په روم کې د جي۲۰ هیوادونو د غونډې په څنډه کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.

دغه لیدنه کتنه پداسې حال کیږي چې د واشنګټن او انقرې ترمنځ اړیکې د ترکیې د پوځي دفاعي چارو او پدې هیواد کې د بشري حقونو اړوندو موضوعګانو په سر خړې پړې شوي دي.

د امریکا د حکومت یو چارواکي د شنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ وویل چې ولسمشر بایډن خپل ترکي سیال ته خبرداری ورکړی چې "بیړني" اقدامات د امریکا-ترکیې اړیکو ته ګټه نه رسوي او د کړکیچ مخنیوی باید وشی.

ښاغلي اردوغان تیره اونۍ له ترکیې څخه د امریکا د سفیر او د نورو بهرنیو دپلوماتانو د ایستلو ګواښ وروسته له هغه وکړ چې د لویدیځې نړۍ سفیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له بند څخه د یو ترکي بشري فعال عثمان کاوالا د ازادیدو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي اردوغان وروسته بیا د امریکا او نهو نورو لویدیځو دپلوماتانو د ایستلو له ګواښ نه بیرته تیر شو.

تمه ده چې ښاغلی بایډن به د ترکیې په وړاندیز هم خبرې وکړي چې غواړي امریکایي اف۱۶ جنګي جیت الوتکې واخلي؛ کوم چې د امریکا د کانګرس غړي ورسره پدې خاطر مخالفت کوي چې ترکیې له روسیې څخه د میزایلو دفاعي سیستم اخیستی دی.

پداسې حال کې چې بایډن او اردوغان له خبرو دمخه د خبریالانو له خوا د عکسونو اخیستلو ته ولاړ وو، ښاغلي بایډن دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا پلان لري ترکیې ته اف۱۶ جنګي الوتکې ورکړي، وویل «په پام کې ده چې دوی به سره ښه مکالمه ولري».

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت په وخت په ۲۰۱۹ کې پنټاګون ترکیه د اف۳۵ جنګي جټ الوتکو له پروګرام څخه پدې خاطر وایستله چې له روسیې څخه یې د اس-۴۰۰ په نامه د میزایلو د دفاع سیستم واخیست.

اوس انقره غواړي له امریکا څخه اف۱۶ جنګي جټ الوتکې او د خپلو موجودو جنګي الوتکو لپاره نژدې ۸۰ بستې عصري وسایل واخلي.