شاته

طالبان: ملا هبت‌الله په عام محضر کې راڅرګند شو او وینا یې وکړه

د طالبانو مقاماتو ویلي چې ددې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخندزاده، په کندهار کې په عام محضر کې راڅرګند شو او څو دقیقې وینا یې وکړه.

د طالبانو د مشر ددې وینا هیڅ ډول عکس یا ویدیو نده خپره شوې او هغه ته منسوب په غږیز پیغام کې ملا هبت‌الله د افغانستان سیاسي مسایلو په هکله ندی غږیدلی او یواځې طالبانو ته یې دیني او مذهبي پیغامونه ورکړي دي.

ملا هبت‌الله اخندزاده په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغې د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو چې د طالبانو مخکنی مشر ملا اخترمحمد منصور د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، خو اخندزاده هیڅکله په عام محضر کې ندی راڅرګند شوی او حتا د هغه د مړینې په اړه رپوټونه هم خپاره شوي وو.

د طالبانو مقاماتو د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم ۹) وویل چې ملا هبت‌الله د شنبې په ماښام د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې په کندهار کې د دارالعلوم حکیمه په مدرسه کې راڅرګند شو.

تر اوسه د ملا هبت‌الله، رول د سیاسي او پوځي چارو په پرتله تر ډیره معنوي و، خو د هغه د غږیز پیغام د خپریدو وروسته دا ګمانونه قوي شوي چې ګواکې هغه د طالبانو د حکومت په اداره کې د مرکزي رول لوبولو په هڅه کې دی.

ملا هبت‌الله چې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له لورې د "امیر ‌المومنین" په صفت ستایل شوی، پدې وتوانید چې د ملا منصور د وژل کیدو وروسته د طالبانو په صفوفو کې د رامنځته شوي انشعاب مخنیوی وکړي.

د طالبانو ډله په ځینو وختونو کې د ملاهبت‌الله له ادرس نه پیغامونه خپروي او د هغه وروستی پیغام د روان کال د سپتمبر په اومه په افغانستان باندې د طالبانو د بریا درې اونۍ وروسته خپور شوی و.

په کندهار کې د طالبانو والي ملا یوسف وفا، تیره اونۍ د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي وو چې د طالبانو له مشر سره منظم تماس لري او د افغانستان د اوضاع د کنترول او د یو ښه حکومت د جوړیدو په څرنګوالي ورسره تل خبرې کوي.