شاته

د کرکټ‌ نړیوالې شورا اصغر افغان ته مبارکي ورکړه 

د کرکټ‌ نړیوالې شورا د افغانستان د کرکټ‌ مخکني کپتان او لوبغاړي اصغر افغان ته د هغه ښې کارکردګۍ له کبله مبارکي ورکړه.

اصغر افغان نن یکشنبه اکتوبر ۳۱ (لړم۹) له نړیوال کرکټ سره خدای په اماني وکړه او وروستۍ لوبه یې له نمیبیا سره وکړه چې په ۳۱ منډو وسوځېده.

د کرکټ نړیوالې شورا په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ښاغلی افغان د توپ وهونکي او د خپلې لوبډلې د مشر په توګه د خپل هېواد د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.

د کرکټ د نړیوالې شورا سرپرست اجرايي مشر جیف الاردیس په اعلامیې کې ویلي دي: « د کرکټ د نړیوالې شورا په استازیتوب، هغه ته په اینده کې د بریا هیله لرم او هیله ده چې په را روانو کلونو کې له کرکټ سره تړلی پاتې شي.»

د کرکټ د نړیوالې شورا اعلامیه وايي چې اصغر افغان د دغې شورا په اوو لویو نړیوالو جامونو او سترو سیالیو کې لوبېدلی دی.

افغانستان وړمه ورځ په پاکستان باندې لوبه وبایلله او اصغر افغان په کې ډېر ونه ځلېده. له دې کبله د کرکټ اکثریت مینه والو په هغه او د لوبډلې په نور مجربو لوبغاړو کلک انتقادونه وکړل.

اصغر افغان تېره ورځ اعلان وکړ چې له کرکټ څخه استعفا کوي او نن یې هم وویل چې په پاکستان باندې د لوبې بایلل سخت وو.

اصغر افغان په ۲۰۰۹ د افغانستان لپاره خپله لومړۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه د سکاتلنډ په مقابل کې وکړه، په ۲۰۱۰ کې د ایرلنډ خلاف لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه او په ۲۰۱۸ کې یې د ټست لومړۍ لوبه وکړه.

اصغر افغان د افغانستان لپاره ټولې ۱۱۴ یوه ورځنۍ لوبې کړې چې ۲۴۲۴ منډې لري. یوه سلیزه او ۱۲ پنځوسیزې لري.

د کرکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو په اساس ښاغلي افغان تر دې دمه ټولې ۷۴ شل اوریزې لوبې کړې چې ۱۳۵۱ منډې یې کړي دي. او شپږ ټست لوبې یې کړې چې ۴۴۰ منډې یې لري چې یوه یې سلیزه ده.

ښاغلی افغان په ۲۰۱۷ کې د نوروز منګل له استعفا وروسته د افغانستان د ملي لوبدلې کپتان وټاکل شو او نن یې د نړیوال کرکټ وروستۍ ورځ وه.