شاته

په افغانستان کې د داعش او القاعده پياوړې کېدو بدې اغېزې به په ګاونډيانو وي، څيړونکي وايي

امریکا ویلي د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته دغلته داعش او القاعده په تندۍ سره ځان پياوړی کوي او دا د امریکا او لويدیځ پرضد د بريدونو د اعتبار وړ اندېښمنه خبره ده، خو په پاکستان کې څيړونکي وايي که چرته د طالبانو د کمزوري حکومت له امله دغه ډلې پياوړي کيږي نو د امريکا او لويديځ په پرتله زياتې اغېزې به يې د افغانستان په ګاونډي هيوادونو وي.

د څيړونکو په نظر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د مخنيوي لپاره په دغه هيواد کې يو مستحکم او پياوړی سياسي نظام اړين دی.

د امريکا د سېنېټ د وسله والو ځواکونو قايمه کمېټۍ ته په اورونه کې د د فاع محکمې پېنټاګون مرستيال وزير کولن کول ویلي، القاعده او داعش دواړه په بهرنيو هېوادونو کې د عملياتو دپاره بډې وهي او داعش خراسان د شپږو نه تر 12 مياشتو پورې د خپل قوت سېوا کولو هڅې کوي، او القاعده چې خپل توان سېوا کوي کال دوه موده پکې لګېدی شي.

خو په پاکستان کې د دفاعي چارو کار پوهه او د پاکستان د پوځ پخوانی افسر (ر) بريګډير سېد نظير وي او ای ډيوه نيوز ته وايي چې د طالبانو راتلو سره په افغانستان کې د امن وضعه په ښکاره ښه شوې خو که چرته طالبان تر ډير وخت پورې هم دغه شان د نړۍ نه ځانله او غېر مستحکم پاتې کيږي نو بيا داعش او القاعده پياوړې کېدلی شي.

" افغانستان ترڅو پورې چې امن ته نه وي مخامخ شوی او سياسي استحکام نه وي راغلی او بل طرف ته په ډېپلومېټي کچه باندې دنيا نه وي منلی نو بيا په داسې ځای کې د داسې قوتونو پېدا کېدو امکان شته دی، اوس د نړۍ، ملګرو ملتونو او خصوصا د لويو طاقتونو دا زمه واري ده چې افغانستان بيا هغه حالاتو ته مخامخ نه کړي چې په هغې کې داسې قسمه شبکې پېدا کيږي يا ګوندونه پېدا کېږي چې هغه په تشدد يقين لري او د هغې وجې نه علاقايي او عالمي امن ته خطره پېښيږي".

څېړونکي وايي داعش او القاعده دومره پياوړې نه دي چې امريکا او مغربي نړۍ دپاره خطر وګرځي خو د طالبانو لپاره مشکلات به ضرور سېوا کوي چې خراب اثر به يې په ګاونډي هېوادونو هم پرېووځي.

څېړونکی ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي طالبان به د نړۍ سره کړی ژمنې، چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پرضد استعمال نه شي پوره کوي.

هغه وويل بايد ګاونډي هېوادونه د عالمي طاقتونو مرستو ته انتظار کولو په ځای په خپله د افغانستان په ماملاتو ښه کولو کې رول ولوبوي او د هغو سرچينو مخنیوي وکړي کومې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د مالي مرستو لپاره کارول کېږي.

" مسله دلته کې دا ده چې دلته کوم ګاونډي هېوادونه دي هغوی د ترهګرۍ نه يو مارکيټ جوړ کړی دی، يو اړخ ته هغوي وايي چې مونږه په افغانستان کې امن غواړو بل طر ف ته هغوي دغه ګوندونو سره مرسته کوي، مطلب هغه د عرب ملکونو نه پېسې القاعده ته که راځي انفارمل اکانومي په صورت کې يا په نور داسې زريعو باندې راځي نو مونږه دا وايو چې اوس دا ګاونډي هېوادونه د هغه پېسو راتللو مخنيوی وکړي".

نوموړي د نوم اخستو پرته وويل چې دغه هېوادونه دې "په طالبانو فشار واچوي چې هغوی ته ووايي چې تاسو خلکو لپاره کار وکړۍ، او دريم طرف ته د کوم انټرسټ يا ګټې چې دي د ګاونډي هېوادونو، د هغې دې په شا شي او د افغانستان د خلکو سوچ دې وکړي نو هله به دلته کې دا کوم وار اکانومي چې ده نو دې کې به څه لږه ډېره ګزاره پېدا کېږي او مونږه به دا توقع کوو چې د افغانستان دا ماملې مخکې لاړې شي".

د پېنټاګون چارواکي ويلي، په داعش کې څو زره کسان دي چې پکې څو په بهرنیو هېوادونو کې په بريدونو کې برخه اخستی شي، هغه زياته کړې دوی ته خبرداره کېدل پکار دي چې که د داعش کومه ذيلي ډله وسايل او توان ترلاسه نه کړي او په امریکا د بهر نه بريد وکړي.

امریکايي چارواکو دا اندېښنې په داسې حال کې شريکې کړي چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی او د اګست په وروستۍ په نېټه امریکا ويلي خپل ځواکونه يې د افغانستان نه وويستل.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.