شاته

پاکستان کې تحریک لبیک ډله څنګه رامنځته شوه اؤ ترشا یې څوک ولاړ دي؟

څېړونکي وايي دا تندروه مذهبي ډله په بنيادي توګه بریلوي فکر لري او ددې مضبوط مرکز د پنجاب سرښار لاهور ګڼل کېږي خو ددې په پلويانو کې د پنجاب د جي ټى روډ په اوږدو کې د پرتو سیمو خلک شامل دي څوک چې په تاریخي توګه د طاقتور پوځي اسټبلشمنټ د پلويتوب مزاج لري.

پاکستان کې دا مهال دتحریک لبیک په نوم غیرقانونه تندروه مذهبي ډله هیواد نه دفرانس دسفیر دویستلو دغوښتنې په پلوۍ له اړې ګړي په ډک احتجاج بوخته ده اؤ داسلام اباد په لوري یې احتجاجي لاریون پیل کړی دی.

د هېواد سیاستمداران او څېړونکي په دې ډله باندې د پوځي اسټبلشمنټ د پلويتوب تورونه لګوي.

څېړونکي وايي دا تندروه مذهبي ډله په بنيادي توګه بریلوي فکر لري او ددې مضبوط مرکز د پنجاب سرښار لاهور ګڼل کېږي خو ددې په پلويانو کې د پنجاب د جي ټى روډ په اوږدو کې د پرتو سیمو خلک شامل دي څوک چې په تاریخي توګه د طاقتور پوځي اسټبلشمنټ د پلويتوب مزاج لري.

ددې ډلې بنسټ یا بنياد کال 2015 کې خادم حسین رضوي اېښودی ؤ څوک پروسکال د نومبر میاشت کې مړ شوی ؤ.

په یاده تندروه ډله سختې نیوکې کیږي چې دا تنظیم د ختم نبوت نعره دخپلو سياسي او مسلکي ګټو لپاره کاروي او غواړي چې په هېواد کې شريعت نافذ کړي.

پاکستان د مذهبي سياسي ګوندونو په ارتقا نظر لرونکی څېړنکار سبوخ سيد وايي دا په بنيادي توګه يوه حادثاتي ډله ده.

هغه ډيوه سره خبرو کې وايي ددې د جوړښت سبب په کال 2016م کې د پنجاب د دپخواني ګورنر سلمان تاثير په قتل تورن ممتاز قادري ته د سترې محکمې هغه فېصله ګرځېدلې وه چې له مخې یې قادري ته د تېزندۍ سزا ورکړل شوې وه.

هغه وايي ددې تنظیم مرکز د پنجاب سرښار لاهور دی چرته چې خادم حسین رضوي يوه مدرسه لري او ددې په پلويانو کې د جي ټى روډ په اوږدو کې د پرتو سیمو خلک شامل دي.

په دې ډله کې د ددغو سيمو تاجران او هغه خلک شامل دي څوک چې د ختم نبوت په اړه د حساسیت ترحده جذبات لري.

سبوخ سيد بيا وايي که وکتل شي نو د پنجاب د جي ټى روډ اوسېدونکي په تاریخي توګه د طاقتور پوځي اسټبلشمنټ د پلويتوب مزاج لري.

د کال 2018م په عامو انتخاباتو کې ناچله ګرځول شوې تحريک لبیک پاکستان تر 2.2 ميليونه رایې اخستې وې او دا ډله دسندهـ صوبې په اسمبلۍ کې هم دوه څوکۍ لري.

له دغه انتخاباتو وروسته دا ډله په پنجاب کې د درېم ستر ګوند په توګه مخې ته راغله.

که څه هم ددې بنسټ په کال 2015م کې ايښودل شوی ؤ خو دا په لمړي ځل کال 2017م کې د هغه وخت د مسلم لیګ (ن)د حکومت پرضد د فېض اباد د مشهورې احتجاجي ناستې په مهال ډېره راڅرګنده شوه.

د پېښور پوهنتون د ژورنالزم د څانګې استاد او کالم نګار سيد عرفان اشرف وي او ای ډيوه سره خبرو کې وايي په دې ډله د پوځي اسټبلشمنټ د پلويتوب تورونه بې ځايه نه دي او دا مضبوط جوازونه لري.

هغه وایي "څو کاله مخکې چې کله دې تنظیم د هغه وخت دحکومت پرضد احتجاج کولو نو ددې پلويان د رياست د طاقتوره ادارو په وینا پاڅېدل او مونږ وليدل چې څنګه د رياست د طاقتوره ادارو چارواکو په دوئ باقاعده پېسې وويشلې"

دښاغلي عرفان اشرف په وینا "له دې وروسته چې د سپريم کورټ د جج قاضي فایز عيسا کومه فېصله راغله هغې کې دطاقتوره ادارو کردار ته اشاره شوې"

هغه وايي "دا خو مونږ نه وايو دا خو عدالت وويل د دوئ په شا چې کوم قوتونه ولاړ دي که هغه ددوئ د ملاتړ نه پشا شي نو مظاهرې به ختمې شي. او وروسته چې ددې فيصلې قاضي فاېز ته کومه سزا ورکړی شوه هغه په ګوته کوي چې رياست ددې خلکو د ملاتړ نه وروسته کېږي نه بلکې اوس یې هم استعمالوي"

لاقانونه ډلې تحریک لبېک کال 2017م کې د هغه وخت د مسلم لیګ نواز ګوند د حکومت پرضد په انتخابي قانون کې دختم نبوت په ماده کې د بدلون په ضد احتجاج کړی ؤ او د حکومت سره د لوظنامې وروسته د هغه وخت د قانون وزیر هم ددې ډلې په غوښتنه له خپلې دندې استعفا ورکړې وه.

دا ددې ډلې د اسلام اباد په لورى اووم لاريون دی، او سږ کال د اپریل په میاشت کې ددې ډلې لخوا له احتجاجونو وروسته واکمن تحریک انصاف ګوند د ټي اېل پي سره يوه بله لوظنامه کړې وه.

تحریک لبیک وایي په دغه لوظنامه کې حکومت د هېواد نه د فرانس د سفير ویستلو ژمنه کړې وه خو اوس حکومت له خپلې ژمنې پشا شوی اؤ هغوئ په دغه لوظ د عمل کولو لپاره يو ځل بيا د اسلام اباد په لورى احتجاجي لاريون کوي.

خو حکومت بیا وایي چې دفرانس سفیر له هیواده نه شي ویستلی اؤ نورې یې ددې ډلې سره په شوي تړون کې ټولې غوښتنې سرته رسولي دي