شاته

شمالي وزیرستان:چاودنو،هدفي وژنو اؤ عملیاتو کې د دوؤ عسکرو په ګډون اته کسان وژل شوي

امنیتي سرچینې وایي شمالي وزیرستان کې دتیرو دوؤ ورځو په مهال دسړک دغاړې بمي چاودنو،هدفي وژنو اؤ دامنیتي ځواکونو عملیاتو کې دوه امنیتي سرتیري،درې عام وګړي اؤ دوه ترهګر وژل شوي دي.

دسیمې څخه دامنیتي سرچینو وینا ده ده چې په امنیتي سرتیرو بریدونه اوړمه ورځ په دته خیل تحصیل دیګان سیمه ،رزمک اؤ میرعلي کې شوې دي چې پکې دوه دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی دی.

دجمعې په ورځ سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې په سیمه کې په پوځي سرتیرو دا بریدونه دسړک دغاړې دښخو بمونو د چاودنو دلارې شوي دي.

سرچینې وایي د دیګان اؤ رزمک سیمو کې دپوځیانو په ګاډو شوؤ چاودنو کې یو،یو عسکر وژل شوی اؤ دمیرعلي په چاودنه کې بیا یو عسکر ژوبل شوی دی.

دمیرانشاه پولیس سرچینې بیا وایي دوئ سره اوړمه ورځ سیمه کې د درېوؤ هدفي وژنو پېښې رپورټ شوي دي.

دپولیسو په وینا دهدفي وژنو دوه پېښې په کم سروبي ؤ یوه پېښه دمیرعلي په موسکي کلي کې رامخې ته شوې ده.

دپولیسو وینا ده چې دکم سروبي پېښو کې کوم دوه تنان وژل شوي دهغوئ دکورنیو غړي لا تر دې مهاله پولیسو ته دایف ایي ار درج کولو دپاره نه دي ورغلي اؤ پولیسو پخپل مدعیت کې دنامعلومو کسانو په ضد ددغو پېښو مقدمې درج کړې دي.

په میرعلي موسکي سیمه کې دشوې هدفي وژنې په اړه پولیس وایي چې د وژل شوي تن کورنۍ ورته ویلي چې هغه یو درزي ؤ اؤ دخپل دوکان دننه نامعلوموله وسله والو وژلی دی.

د وژل شوي تن کورنۍ پولیسو ته ویلي چې هغوئ هیچا سره څه شخصي دښمني نه لري اؤ وژل شوي تن تابیا لرله چې د مزدورۍ دپاره د راتلونکې میاشتې نومبر په اوومه نیټه دوبۍ ته لاړ شي .

په عین حال کې دترهګرۍ دمخنیوي محکمې پولیس وایي چې تیره شپه یې د شمالي وزیرستان دمیرعلي په بوب علي کلي کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کړي اؤ دوه ترهګر یې وژلي دي.

دپولیسو په وینا د وژل شوؤ ترهګرو تعلق دپاکستاني‌ طالبانو دتحریک ټي ټي‌ پي دسیمه ییز کمانډر علیم خان خوشحالي ډلې سره ؤ.

پولیسو دعوه کړې چې دهغوئ نه یې وسلې اؤ لاسي بمونه هم ترلاسه کړي دي.

دپولیسو لخوا رسنیو ته په لیږل شوي بیان کې د وژل شوؤ ترهګرو نومونه لعل مرجان مشهور په یاسر اؤ زرقیوم مشهور په زړګي ښودل شوي دي.

دمیډیا د رپورټونو له مخې د روانې اکتوبر میاشت کې دپاکستان ۲۶ امنیتي سرتیري د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي چې پکې اته پولیس دي اؤ نور دپوځ اؤ ملیشې عسکر دي.

یوازې شمالي وزیرستان کې داکتوبر میاشت کې په امنیتي سرتیرو نهه بریدونه ترسره شوي چې پکې یو پولیس اؤ ۱۲ دپوځ اؤ ملیشې عسکر وژل شوي دي.

دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک اؤ وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې ده.

په پاکستاني ځواکونو دا تازه بريدونه په داسې حال کې شوي چې په 15 اګست طالبانو افغانستان نیولی دی.

څېړونکي په پاکستاني ځواکونو د بريدونو د زیاتوالي علت دافغانستان اوسنی وضعیت ګرځوي. او په حکومت تور پورې کوي چې د ترهګرۍ د مخې نیولو په ځای په افغانستان کې د طالبانو خواخوږی لیدل کیږي.