شاته

طالبانو پاکستان کې افغان سفارت او قونسلګریو ته خپل 'دپلوماتان' استولي 

دوو طالب چارواکو او دوو افغان دپلوماتونو امریکا غږ ته ویلي دي چې د «طالبانو حکومت» په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او د پاکستان د لویو ښارونو کې قونسلګریو ته خپل «دپلوماتان» معرفي کړي او هغوی دندې پیل کړي دي.

امریکا غږ هغه مکتوب ترلاسه کړی دی چې طالبانو په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته استولی او نوي دپلوماتان ورپېژندل شوي دي.

په همدې حال کې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور علي خان امریکا غږ ته تائید کړې چې د طالبانو دغو کسانو ته یې د پاکستان ویزې ورکړې دی.

هغه د وټس اپ پیغام له لارې امریکا غږ ته ویلي: «دا ویزې د قونسلي کارونو او د بشري مرستو لپاره افغانستان ته د راتلونکو پاکستانیانو د ویزو د اسانتیاو لپاره صادرې شوې دي.» هغه وايي چې «دا (د طالبانو) د رسمیت پېژندنې په مانا نه دي».

یو طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي سردار محمد شکیب چې په موسا فرهاد هم مشهور دي، په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د لومړي سکرتر په توګه معرفي شوی دی.

دغه طالب چارواکي ویلي دي چې سردار محمد شکیب په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې کار کاوه او ویل کیږي چې یو مهال د «قاري محمد یوسف» په نوم د طالبانو ویاند هم و.

طالبانو په اسلام اباد کې د لومړي سکرتر تر څنګ په پېښور، کویټه او کراچۍ کې هم د افغانستان قونسلګریو ته خپل کسان معرفي کړي دي.

په پېښور او کوټه کې په افغان قونسلګریو کې د طالبانو له لوري معرفي شویو کسانو کارونه پیل کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو مقام د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د طالبانو دا ګمارنې ادارې مسائیل دي چې په خبره یې «ماموریت په ښه شکل سره مخې» ته ولاړ شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې یو دپلومات امریکا غږ ته تائید کړې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اګست په میاشت کې دوه مکتوبونه استولي او د دغو کسانو د تقررۍ په اړه یې خبر ورکړی دی.

د افغانستان مخکني حکومت له پاکستان څخه له هغه وروسته خپل سفیر او مهم دپلوماتان کابل ته وروبلل چې د سفیر لور سلسله علي خیل په اسلام اباد کې اختطاف او شکنجه شوه. پاکستاني چارواکي وايي هغه اختطاف شوې نه وه.

په پاکستان کې داسې مهال د طالبانو د حکومت کسانو په سفارت او قونسلګریو کې کارونه پیل کړي چې پاکستان لا طالبان په رسمیت نه پېژني. تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل.