شاته

د ایټوپیایي پوځیانو په هوایي برید کې شپږ تنه وژل شوي

صحي چارواکو د پنجشنبې په ورځ اکټوبر ۲۸ (لړم شپږمه) امریکا غږ ته ویلي دي چې د تیګري سیمې په مرکز مکله کې د ایتوپیایي پوځیانو په هوایي برید کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي‌او ۲۱ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، د تیرې یوې اوونۍ راهیسې په تیګري سیمه کې د ایتوپیا د هوایي ځواکونو په برید کې کابو ۱۲ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.

ایتوپیایي پوځیانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي هغوی د آزادي‌ غوښتونکو تیګري ځواکونو د تجهیزاتو د ساتلو یوه سیمه په نښه کړې ده.

خو شاهدانو د تیګري سیمې په مرکز مکله کې امریکا غږ ته ویلي دي‌ چې په دې بریدونو کې چې د سهار په پنځو بجو وشول د استوګڼې یوه سیمه په نښه شوې ده.

د شاهدانو په وینا، د یادې پیښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

یوې ټپي امریکا غږ ته ویلي دي‌ بم یې کور ته نږدې هغه مهال وغوځید چې ماشومان ویده وو او د کور پنځوس سلنه برخه یې ویجاړه شوې ده. ددغې میرمنې په وینا:" موږ ژوندي‌ پاتې شوو خو هغه کور چې زموږ تر څنګ وو په بشپړ ډول ویجاړ شو . فکر نه کوم چې په هغه کور کې څوک ژوندي‌ پاتې شوي وي."

یوه بل ټپي ویلي ‌دي چې بم د استوګنې په کورونو کې غورځیدلی دی ، خلکو هلته ژوند کاوه، او وسله وال کسان د استوګنې په سیمه کې نه اوسیږي.

خو د ایتوپیا د ارتباطاتو وزیر لجس تولو امریکا غږ ته ویلي دي‌ چې برید په یوه نظامي‌ هدف شوی دی.

د ایتوپیا صدراعظم ابي احمد چې د سولې د نوبل جایزې ګټونکی دی، په ۲۰۲۰ کال کې تیګري قواوي پر ملکي وګړو په برید تورنې کړې او د هغوی په وړاندې یې جګړه پیل کړه.

تیګري ځواکونو له هغه وخته د ابي احمد په مشري د حکومت ضد چریکي جګړه پیل کړې چې هغوی د حکومت له مهمو څوکیو څنډو ته شوي دي.

بلخوا د تیګري قومي قواوو ویلي دي کله چې د هغه هیواد صدراعظم په ۲۰۱۸ کال کې واک ته ورسید د تیګریانو ځورولو ته یې مخه کړې ده.

تیګري خلکو له څو لسیزو راهیسې په ایتوپیا کې واک درلود څو چې ابي احمد‌ په ۲۰۱۸ کال کې واک ته ورسید او اوس هغوی هڅه کوي چې د ابي احمد واک له منځه یوسي.