شاته

امریکايي جنرال: چین غواړي تر امریکا او روسیې خپل نظامي قدرت زیات کړي

یوه امریکایي‌ جنرال خبرداری ورکړی د چین یوازې وخت پکار دی څو د امریکا لوړ نظامي ځای ونیسي. هغه له واشنګټن او متحدینو غوښتي دي چې د بیجینګ‌ په وړاندې د مقابلې لپاره خپلې هڅې ډیري کړي.

د امریکا د لوی درستیز مرستیال جنرال جان هایټن ویلي دي چې د چین د اردو ګړندی پرمختګ "د حیرانتیا وړ" دی.

ښاغلي هایټن د پنجشنبې په ورځ د امریکا غږ د خبریال د یوه سوال په ځواب کې وویل: "د هغوی (چیني نظامیانو) د حرکت سرعت او کوم مسیر چې هغوی په مخ کې نیولی، که یې د تغیر لپاره کوم کار ونشي، له امریکا او روسیې څخه به مخکې شي." هغه زیاته کړه:"موږ باید یو کار وکړو."

ددغه امریکایي جنرال خبرداری چې ټاکل شویده یوه میاشت وروسته تقاعد شي، وروسته له هغه ورکړل شو چې امریکایي پوځیانو په علني ډول تائید کړه چې چین د روان میلادي کال په جولای میاشت کې د سرعت مافوق خپل مزایل ازمایلي چې سرعت یې د غږ له سرعت څخه پنځه برابره زیات دی.

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي د چهار شنبې په ورځ بلومبورګ ټلویزیون ته وویل چې د چین له خوا ددغو مزایل ازماښت‌ "ډیر د اندیښنې" وړ دی. خو هغه د غږ له سرعت څخه ددغه ګړندي مزایل د توانایي په اړه څه ونه ویل.

جنرال هایټن هم د چین ددغه نوې راکت د توانایي په اړه جزیات ورنکړل او ویې ویل چې په اړه یې معلومات پټ دي. خو دغه امریکایي جنرال اعتراف وکړ چې چین له یاد مزایل سره یو پیغام استولی دی.

جنرال هایټن وویل:"د غږ مافوق ټولې وسلې چې هغوی یې جوړوي، ټولې اټومي وسلې چې تولیدوي، د خپل نفوس لپاره یې ندي. دا وسلې د امریکا لپاره دي او موږ باید دا ډول فکر وکړو. موږ باید په وړاندې پلان ګذاري وکړو."

هایټن وویل، اوسمهال د امریکا د غږ مافوق مزایل تر چین پرمختللي دي او امریکا په تیرو پنځو کلونو کې نهه دا ډول ازمایښتونه کړي دي. خو هغه خبرداری ورکړی چې وضعیت ممکن په راتلونکې کې بدل شي.

دغه امریکایي جنرال همدارنګه ټینګار وکړ چې امریکا باید د روسیې او چین د غږ مافوق وسلو په وړاندې خپله وړتیا لوړه کړي.

ددغه جګپوړي امریکایي جنرال په وینا، ددا ډول وسلو په وړاندې د ځان د دفاع لپاره د غږ مافوق وسلو جوړول مهم کار ندی، بلکې د داسې ټکنالوژۍ جوړل چې وکولی شي د غږ مافوق وسلې وویني، مهم کار دی.

ښاغلي هایټن وویل امریکا اوسمهال دا ډول ټکنالوژي چې وکولی شي د غږ مافوق مزایل وویني، په واک کې نلري او دې ډول موخې ته د رسیدو لپاره پکاره ده له خپلو متحدینو سره کار وکړي.

هغه وویل وخت ته ضرورت دی چې دا ډول نظامي وړتیا ترلاسه شي اما څرګنده یې کړه چې د پنتاګان کاغذپرانې کولی شي دا بهیر له پڅوالي سره مخ کړي.