شاته

تهران نن د افغانستان په اړه د سیمې د هیوادونو د یوې غونډې کوربه دی

د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۷ ( لړم پنځم) باندې په تهران کې د افغانستان په هکله د دغه هیواد د ګاونډیو او روسیې د استازو په ګډون په یوه غونډه کې د ټولشموله حکومت د اړتیا په ګډون په یو لړ مسلو خبرې کیږي.

د ایران سفارت د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د ګاونډیو د استازو د ګډون سربیره د روسیې فدراسیون استازی هم ګډون کوي او برخه وال به له افغانستان څخه د مهاجرت د نوې څپې د پیلیدو، اقتصادي امنیت او د سخت دریځۍ څخه د پرهیز په اړوند مسلو هم سره خبرې وکړي.

دا غونډه له غرمې دمخه د ایران جمهور رئیس د مرستیال په وینا پرانیستل شوه.

د طالبانو د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد کابل کې سیمه ییزو رسنیوته ویلي، چې د طالبانو د اسلامي امارت پلاوی به په دغه کنفرانس کې ګډون ونکړي، خو ښاغلي مجاهد د کنفرانس دجوړیدلو د اقدام ملاتړ کړی دی ویلي دي، چې دا کنفرانس د افغانستان په ګټه دی.

د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون کړی دی. خو د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به په انلین بڼه دې غونډې ته خبرې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې او سه شنبې په ورځو په دوحه کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د یو پلاوي سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي دي.

ذبیح‌الله مجاهد د دغو خبرو په اړه ویلي، چې په دوو ورځنیو خبرو کې دواړو خواو د سیاسی او اقتصادي مسلو پر سر د نور بحث لپاره د درې کمیټو په جوړولو موافقه کړې ده.

کابل کې د ایران سفارت د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې په تهران کې نننۍ غونډه د افغانستان د ګاونډیو او روسیې د استازو دوهمه غونډه ده.

د ایران د سفارت د معلوماتو پر اساس د افغانستان د ګاونډیو او روسیې د استازو لومړۍ غونډه د روان لمریز کال د سنبلې په ۱۷ مه په انلین بڼه د پاکستان په کوربتوب جوړه شوې وه.

د ایران سفارت ویلي، چې د دغې غونډې د جوړیدلو په درشل کې افغانستان لپاره د ایران سفیر بهادر امینیان د تهران غونډې ته د بلل شوو هیوادونو سفیرانو او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د دفتر یوناما یو استازي او هم افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر مرستیال ته کابل کې په یوه غونډه کې د تهران د غونډې په باب معلومات ورکړي دي.

کابل کې د پاکستان سفیر د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د سپټمبر په اتمه په اسلام اباد کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د غونډې د کوربتوب وروسته د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په افغانستان کې د تلپاتې سولې او هوساینې لپاره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په دوهمه غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته تللی دی.

د افغانستان د چارو کارپوهان وايي، چې ایران هڅه کوي، چې د افغانستان په اړه د سیمې د هیوادونو سره ګډ دریځ رامنځ ته کړي او د تهران نننۍ غونډه هم د همدې هڅو لړۍ ده.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي امریکا غږ ته وویل " هدف د طالبانو په رسمیت پیژندل او نه پیژندل نه دي هدف د جمهوري اسلامي ایران دادی، چې دغه شپږ مملکتونه د ایران سره یو دریځ یو نظر غوره کړي".

د سیاسي چارو یو شمیرکارپوهان په دې نظر دي، چې ایران په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش له حضور هم اندیښنه لري.