شاته

د فرانس د سفیر بې دخله کول د حکومت دپاره ناشونې خبر ده – شېخ رشید

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد وېلي چې د لاقانونه گرځول شوې ډلې، تحریک لبېک پاکستان سره یې د فرانس د سفير د بې دخلۍ د غوښتنې نه بغېر، په نورو معاملو اتفاق شوی دی.

تيره ورځ اسلام اباد کې خبري غونډې ته شېخ رشيد وېلي، د ملک نه د فرانس د سفارت کار کاږلو په معامله حکومت او د هېواد دوه ويشت کروړه عوام يو شان مجبوري لري او پاکستان که داسې کوي نو نړیوال فشار سره به مخ شي او حکومت، له هېواده د فرانس سفير د اېستلو په پوزېشن کې نه دی.

شېخ رشید په دې کنفرانس کې وویل، د فرانس د سفیر د بې دخلۍ په معامله، تحریک لبیک پاکستان د نوامبر دويمې نېټې ډېډلاین ورکړی و، او هغه نه غواړي چې څو ورځې پس یو ځلي بیا تحریک لبیک پاکستان په سړکونو احتجاج وکړي.

د کورنیو چارو وزیر وویل چې د هېواد نه د فرانس سفیر بې دخل کول، د تحریک لبیک لویه او لومړۍ غوښتنه ده، د کومې پوره کېدل چې د حکومت دپاره ناشونې خبره ده.

شېخ رشید وویل، "پاکستان یو اېټمي طاقت دی، په مونږ باندې د پابندیو د لګولو دپاره دنیا کې دسیسې هم روانې دي. فرانس د یورپ لیډر ملک دی، او ټول یورپي ملکونه چې دي، هغوی د فرانس ترڅنګ ولاړ دي."

اخوا تحریک لبېک ډله وايي، حکومت سره د فرانس د سفير د بې دخلۍ په اړه تعطل لا پرځای دی، او که حکومت پدې اړه خپلې ژمنې عملي نکړي، نو د دوی لاريون به د اسلام اباد په لورى روان پاتې شي.

د تحریک لبیک پاکستان مشر پیر عنایت الحق د نهې/سې شنبې په ماسپښین یو ویډیویي پیغام کې ویلي چې د هغه په آند، حکومت اوس په مذاکراتو کې سنجیده ندی.

د تحریک لبیک پاکستان له خوا د نهې په ورځ جاري شوي یو بیان کې هم ویلی شوي، څنګه چې حکومت معاملات په وړاندې بیایي، هغه ښایي چې حکومت د خپلو لوظونو په پوره کولو کې سنجیده ندی. دې ډلې ویلي چې که حکومت خپل لوظونه عملي نکړي، نو د "ناموس رسالت لاریون" به د اسلام آباد په لوري جاري پاتې شي.

په دې اړه د ډیوه رېډیو سره په خبرو کې د تحریک لبیک پاکستان ډلې ویاند صدام بخاري منلې چې د حکومت سره یې د فرانس د سفیر د اېستلو نه بغیر، نور ټول معاملات هوار شوي دي.

صدام بخاري وویل: "د فرانس د سفیر د وښکلو په معامله، د حکومت سره تعطل پر ځای دی، حکومت وایي د فرانس سفیر په پاکستان کې نشته او فرانس خپل کوم سفیر د پاکستان دپاره ندی ټاکلی."

تحریک لبیک د اکټوبر په ۲۲مه نېټه لاهور کې د خپلو غوښتنو په حق کې د اسلام په لوري لاریون پیل کړی و چې اوس مهال یې زرګونه ملاتړي د لاهور سره نږدې د موریدکې سیمه کې په احتجاج ناست دي.

تحریک لبیک پروسږکال د فرانس په یوه مجله کې د پیغمبر اسلام د خاکو د خپرېدو پرضد احتجاج پیل کړی و.

د تحریک لبیک غوښتنه دا ده چې حکومت دې له دوی سره په کال ۲۰۲۰ او بیا ورپسې کال ۲۰۲۱ کې کړې تړونونه عملي کړي. د پاکستان وفاقي حکومت او د تحریک لبیک دا لیکلي تړونونه د هغو مظاهرو وروسته شوي و چې په کې حکومت ژمنه کړې وه چې د مذهب د سپکاوي د خاکو خورېدو په سر، د پارلېمانه د قانون د منظوره کېدو وروستو د فرانس سفیر د هېواده وباسي.